نارسمي پایلې: د بنګلادېش ملي ګوند د پارلېمان اکثریت څوکۍ ګټلې دي

د بنګلادېش بېلابېلو ورځپاڼو د فبرورۍ پر ۱۳مه تر انتخاباتو وروسته د بي اېن پي د بریا سرلیکونه خپاره کړي دي.

د بنګلادېش د پارلېماني انتخاباتو نارسمي پایلې ښيي چې د بنګلادېش ملي ګوند (بي اېن پي) د پارلېمان له اکثریت څوکۍ ګټلې دي.

رویټرز اژانس د فبرورۍ پر ۱۳مه د هېواد د انتخاباتي کمېشن په حواله وویل چې بي اېن پي ۱۸۱، جماعت اسلامي ۶۱ او نورو ګوندونو د "جاتیو شونګشود (د ولس کور)" اووه څوکۍ ګټلې دي او ټاکل شوې چې وروستۍ پایلې په راتلونکو څو ساعتونو کې اعلان شي.

دا د شاوخوا دوو لسیزو په موده کې لومړی ځل دی چې بي اېن پي دومره زیاتې څوکۍ ګټلې دي او واک ته رسېدو ته نېږدې شوی دی.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د بنګلادېش د ټېلېوېژنونو په حواله ویلي دي چې د نارسمي نتیجو له مخې بي اېن پي او ملګرو ګوندونو یې ۲۱۲ او جماعت اسلامي او اېتلافیانو یې ۷۰ څوکۍ ګټلې دي.

په بنګلادېش کې د فبرورۍ پر ۱۲مه تر سخت امنیت لاندې ټولټاکنې او په اساسي قانون (ایین) کې د بدلون په موخه ټولپوښتنه وشوه.

د بنګلادېش ملي ګوند مشر طارق رحمان د فبرورۍ پر ۱۳مه په ډاکه کې د ګوند دفتر ته داخلېږي.

د بنګلادېش ټول نفوس شاوخوا ۱۷۵ مېلیونه دی چې ورڅخه یې ۱۲۷ مېلیونه وګړو د رایې کارونې حق درلود.

انتخاباتي کمېشن وايي، په هغه هېواد کې د جاتیو شونګشود یا پارلېمان له ۳۰۰ څخه پر ۲۹۹ څوکیو مستقیم انتخابات وشول او پکې د رایې ورکوونکو ټول شمېر ۵۹ سلنه وو.

له دې پرته د هغه هېواد پارلېمان د ښځو لپاره ۵۰ څوکۍ ځانګړې کړې دي چې تر ټولټاکنو وروسته د ګوندونو د ګټلیو څوکیو په تناسب وېشل کېږي او ډکېږي.

دا شاوخوا یو نیم کال مخکې د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد تر ګوښه کېدو وروسته لومړنۍ ټولټاکنې وې چې د هېواد د لنډمهالي حکومت مشر محمد یونس د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې اعلان کړې وې او ټینګار یې کړی وو ټاکنې "به ازادې او عادلانه" وي.

دا په ۱۹۷۱ز کال کې له پاکستانه د بنګلادېش له بېلېدو او خپلواکۍ اخیستو راهیسې په هېواد کې ۱۳م پارلېماني انتخابات ول.

د جماعت اسلامي مشر شفیق الرحمان (ښي لوري ته) د فبرورۍ پر ۱۲مه په ډاکه کې له رسنیو سره تر خبرو وروسته په ګاډي کې روان دی.

په همدې حال کې د بنګلادېش ملي ګوند خپله بریا اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې د رسمي پایلو تر اعلان وروسته به حکومت جوړولو بهیر پیل کړي. بي اېن پي ۶۰ کلن طارق رحمان، چې د پخوانۍ وزیراعظمې او خپلې مور خالدې ضیا تر مړینې وروسته د ګوند مشر شو، د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی دی.

اخوا د فرانسې خبري اژانس وايي، د بي اېن پي اصلي سیال جماعت اسلامي، چې ۶۷ کلن شفیق الرحمان یې مشري کوي، ویلي چې د "انتخاباتي رایو د سموالي" په اړه "جدي پوښتنې" لري.

د ګاونډیو په ګډون د یوشمېر هېوادونو مشرانو بي اېن پي ته مبارکي ویلې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف طارق رحمان ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ ویلي چې د سیمې د ثبات لپاره له ډاکې سره ګډ کار ته ژمن دي.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن پر اېکس د شریف له خولې لیکلي دي چې هغه له بنګلادېش سره د نېږدې اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او غواړي چې دواړه هېوادونه دوه اړخیز تعلقات لا نور ژور کړي.

په همدې حال کې هند، چې د حسینې واجد له ګوښه کېدو او ورته د پناه له ورکولو راهیسې یې د بنګلادېش له لنډمهالي حکومت سره تعلقات ساړه شول، هم د رحمان "پرېکنده بریا" ستایلې ده.

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د "ولسواکه یا جمهوري، مترقي او ټولګډونه" بنګلادېش ملاتړ ته دوام ورکوي.

مودي هم رحمان ته په خطاب کې زیاته کړې چې ورسره د "ګڼ اړخیزه اړیکو د پیاوړي" کولو او د دواړو هېوادونو د "شریکو پرمختیايي موخو" ترلاسه کولو لپاره "ګډ کار کولو ته سترګې پر لار" دی.

په ډاکې کې امریکايي سفارت هم بي اېن پي ته د "تاریخي بریا" مبارکي ویلې او

د بنګلادېش لنډمهالي حکومت د فبرورۍ ۱۲مې ټولټاکنو د امنیت لپاره شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ پولیس او پوځیان ځای پر ځای کړي ول خو د اژانسونو په وینا، انتخابات په ټولیز ډول په ارامه او سوله ییزه فضا کې وشول.

د بنګلادېش خلکو د پارلېمان ترڅنګ په اساسي قانون کې د بدلون لپاره په ټولپوښتنه (رېفرنډم) کې هم ووټونه واچول.

د "جولای منشور" په نوم ټولپوښتنه د سیاست او ادارو د بڼو بدلولو او د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد پر وړاندې د ۲۰۲۴ز کال د پاڅون د اییني رسمیت پېژندنې لپاره جوړ شوی دی.

شیخ حسینې واجد د هغه کال په جولای کې په پلازمېنې ډاکې او نورو ښارونو کې د زده کوونکو په مشرۍ تر خونړیو مظاهرو او تاوتریخوالي وروسته د اګست په پيل کې استعفا ورکړه او هند ته ولاړله.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په هغه تاوتریخوالي کې شاوخوا ۱،۴۰۰ کسان وژل شوي ول.

د بنګلادېش ډېریو ګوندونو په اکتوبر کې هغه منشور لاسلیک کړی وو خو د ملي وګړو ګوند، چې د ۲۰۲۴ز کال غورځنګ مشرانو جوړ کړی، او څلورو کیڼ یا چپ لاسو ګوندونو ورڅخه پرېکون (بایکاټ) اعلان کړ.

لنډمهالي حکومت د واجد پر ګوند عوامي لیګ بندیز لګولی دی او دا د هغه هېواد په شاوخوا ۵۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل وو چې په انتخاباتو کې یې د نه ګډون له وجې د هېواد سیاسي فضا بڼه بدله وه.