فرزانه وايي حکومت دې د سوات نرښځیانو ته تحفظ ورکړي

فرزانه او د هغې ملګرې په سوات پرېس کلب کې خبري غونډه کوي - د نومبر ۲۲مې انځور

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د ټولنې مشره وايي حکومت دې هغوی ته د سر او مال د خوندیتوب باور ورکړي او له سواته د نرښځیانو د ایستلو مخنیوی دې وکړي.

فرزانې دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه په سوات کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وکړې. له نوموړې سره پر دې مهال د نرښځیانو د ټولنې نور غړي هم موجود ول. نوموړې د سوات د جرګې په مشرانو تور پورې کړ چې له سواته یې د نرښځیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده. هغې وویل، دا یو غیرقانوني ګام دی او حکومت یې باید مخه ونیسي.

فرزانې زیاته کړه چې د سوات جرګې مشرانو له یادې سیمې د نرښځیانو د ایستلو لپاره جلسې او جلوسونه پیل کړي دي چې د دوی اندېښنې یې راپارولې دي.

تر دې وړاندې یوې ځايي جرګې د نومبر پر ۱۴مه په مینګوره کې یوه لویه جلسه کړې وه چې ورکې یې نرښځیانو ته امر کړی وو چې له ښاره دې په یوه میاشت کې دننه ووځي. تر هغې وروسته د نومبر پر ۲۰مه د سیمې د جرګې مشران او مقامي خلک د نرښځیانو اوسېدو ځای ته ورغلل او ورته یې د کورونو د خالي کولو امر وکړ. پر دغه مهال ډزې وشوې چې په تعقیب یې د جرګې مشرانو نرښځیانو ته په دوو ورځو کې د کورونو د خالي کولو امر وکړ. د جرګې مشران پر نرښځیانو د فحاشۍ خپرولو تور پورې کوي. خو فرزانه او نور نرښځیان دا تورونه ردوي.

بل پلو د سوات د پولیسو ویاند معین فیاض د نومبر پر ۲۲مه مشال وویل چې د نومبر پر ۲۰مه د ترسره شویو ډزو په تړاو یې درې نرښځیان نیولي دي، مقدمې یې پرې درج کړي او جېل ته یې لېږلې دي.

همدا رنګه د مینګورې د پولیسو مشر ډي اېس پي غلام صادق د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي وو، پولیسو نرښځیانو ته له مېنګورې د وتلو امر نه دی کړی او هڅه یې ده چې د قانون مطابق مسله هواره کړي. نوموړي هغه مهال نرښځیانو ته هم باور ورکړی وو چې ساتنه به یې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان وخت په وخت رسنیو ته وايي چې بې ګنا وژل کېږي او نیول کېږي. دوی تر دې وړاندې هم له حکومته د سر او مال د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د لکي مروت د نورنګ تاڼې پولیسو د نومبر پر نهمه مشال راډیو ته ویلي وو چې وسلوالو دوه نرښځیان وژلي دي.

تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې هم يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې هغوی او د حقونو فعالانو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې ډېری نرښځیان د ودونو او ښادیو د موسیقیو په محفلونو کې ناڅي او دا یې د ګټې وټې یوه وسیله ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ټرانسجېنډر الاینس په نوم د نرښځيانو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان د غونډو کړیو ارقامو له مخې وايي چې له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې په هغه صوبه کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي دي.

له دې پرته په هغه صوبه کې وخت په وخت د نرښځیو د ځورولو، ورباندې د تشدد او ورڅخه د باج اخیستو پېښې کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيانو امنیت ته ژمن دي. د صوبې پولیسو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ويلي ول چې په تاڼو کې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره جلا څانګه پرانیزي.