د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي که ایران پر امریکایي اهدافو برید وکړي، نو سخت ځواب به ورکړي.
نوموړي د جنوري په ۱۳مه، د ايراني چارواکو د هغه دریځ په ځواب کې چې که امریکا پوځي اقدام وکړي نو دوی به امریکایي اډې په نخښه کړي، وویل: "که دوی دا کار وکړي، نو موږ به هغه اهداف په نخښه کړو چې دوی به یې باور ونه کړي."
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې پر اېکس (پخواني ټوېټر) په خپره کړې ویډیو کې ولسمشر ټرمپ دا ټینګار هم کړی چې که تهران د امریکا اهداف او ګټې په نخښه کړي، نو امريکا به يې داسې هدف وګرځوي، چې هغوی "هېڅکله مخکې نه دي ورسره مخامخ شوي او ان باور به یې هم ونه کړي."
دا تر هغه وروسته ده چې ټرمپ په تکراري ډول د ایران حکومت ته ګواښ کړی چې د لاریون کوونکو وژنه به يې د امریکا له غبرګون سره مخامخ کړي.
تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جنورۍ پر ۱۲مه وویل چې د ټرمپ او د امریکا د نورو چارواکو له پرله پسې ګواښونو وروسته یې هېواد "هم خبرو اترو او هم جګړې ته چمتو دی."
هغه په تهران کې د بهرنیو سفیرانو یوې غونډې ته، چې د حکومتي ټېلېويژن له لارې خپرېده، وویل، "د ایران اسلامي جمهوریت جګړه نه غواړي، خو د جګړې لپاره بشپړ چمتو دی."
په ایران هېواد کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.
په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.
دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.
د بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی دی چې د ايراني حکومت لخوا د لاریونونو په ځپلو کې له ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.