د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي که ایران مظاهرچیان ووژني، امریکا به يې سخت ووهي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وینا کوي - د جنورۍ درېیمې انځور
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وینا کوي - د جنورۍ درېیمې انځور

د امریکا ولسمشر یو وار بیا ایراني مشرانو ته خبرداری ورکړی چې په مظاهره چیانو دې ډزې نه کوي.

ډانلډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال د ایران او ځینو نورو مسلو اړوند پوښتنې هم ځواب کړې. نوموړي د خپلو خبرو په یوه څنډه کې وویل، "ایران په لویه ستونزه کې دی. ماته داسې ښکاري چې خلک ځینې ښارونه نیسي، هېچا فکر نه کاوه چې څو اونۍ دمخه به دا امکان ولري. موږ وضعیت په ډېر دقت سره څارو. ما ډېر په قوت دا څرګنده کړې چې که دوی د پخوا په څېر د خلکو وژل پیل کړي، موږ به ښکیل شو."

په ایران کې د پخواني پاچا رضا شاه د زوی شهزاده رضا پهلوي په غوښتنه د جنورۍ پر نهمه ناوخته یو وار بیا لسګونه زره کسان په بیلابیلو ښارونو په تېره بیا تهران کې واټونو ته ووتل.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانې کې ښکاري چې ډله ډله خلګ د ایران د اوسني رژیم پر ضد شعارونه ورکوي.

همدارنګه د ایراني پوځیانو له خوا له مظاهره چیانو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د ځپلو پېښې هم راپور شوي دي.

که څه هم د جنورۍ د نهمې ناوخته مظاهرو آو پر مظاهره چیانو د پولیسو د اخ و ډب د مرګژوبلو شمېر لا نه دی خپور خو د ایران د بشري حقونو ځینو مدافع ډلو تایید کړې چې د جنورۍ تر اتمې لږ تر لږه ۴۵ مظاهره چیان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰۰ نور نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG