د طالبانو حکومت وايي پاکستانیو ځواکونو پر کونړ او پکتیکا حملې کړې دي

په چمن کې یو پاکستانی سرتېری د ډېورنډ له کرښې سره نېږدې په پوسته کې پهره کوي - د مارچ ۱۹مې انځور.

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، پاکستان يو ځل بیا پر افغانستان بریدونه پيل کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې د مارچ پر ۲۲مه سهار مهال پاکستاني پوځيانو د کونړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د هاوان مرمۍ ویشتلې دي چې پکې یو سړی وژل شوی او یوه ښځه ژوبله ده.

د فطرت په وينا، پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې دي خو پکې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د پاکستان حکومت او پوځ لا د طالبانو حکومت د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او پر افغانستان واکمنو طالبانو د اختر په مناسبت پینځه ورځنی اوربند اعلان کړی چې د مارچ پر ۲۳مه شاوخوا نیمه شپه پای ته رسي.

پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيو راهیسې پر کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې د طالبانو حکومتي سرتېرو هم پر پاکستان ډرون حملې کړې دي او د هغه هېواد له امنیتي سرتېرو سره یې د مخامخ جګړې له لارې ځواب ورکړی دی.

د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل. دواړو خواوو په هغو بريدونو کې يو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې وکړې.

د مارچ پر ۱۶مه، د شپې شاوخوا نهه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستاني پوځ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د مارچ پر ۱۷مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د پاکستاني پوځ د جنګي الوتکو په بمبار کې په نشو د روږدو کسانو روغتون په نخښه شوی چې د هغه په وينا، پکې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د "امېد" په نوم په هغه روغتون کې د بېلابېلو ولايتونو او کابل شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې ول.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ بيا د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په بيان کې دعوه وکړه چې پوځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نخښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."

وروسته د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شريف چودري هم له رسنيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په هغه بريد کې يې "د وسلو ذخيرو کولو مرکز" په نخښه کړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کابل اوسېدونکی وايي ورور یې د درملنې لپاره بستر وو چې برید کې ووژل شو

البته د ملګرو ملتونو او بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یوشمېر نړیوالو بشري ادارو ویلي دي چې په هغه برید کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نخښه شوی چې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ پر ۱۹مه په بیان کې ویلي ول چې دا "ښه معلومه او مستنده" وه چې په هغه سیمه کې روغتون له ۲۰۱۶ز کال راهیسې فعاله وو خو پر دې سربېره ورباندې برید وشو.

سازمان له پاکستانه د هغه خونړي برید په اړه سپیناوی او بې پرې او خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې وه خو اسلام اباد یې په اړه غبرګون نه وو ښوولی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په بيان کې د پاکستان برید "د ټولو منل شویو اصولو خلاف بشر ضد عمل" وباله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د مارچ پر ۱۷مه وویل چې هغه پېښه باید ژر، خپلواکه او په شفاف ډول وڅېړل شي، او زیاته یې کړه چې "مسوول کسان باید د نړیوالو معیارونو سره سم حساب ورکولو ته اړ شي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر داراز وايي چې د کابل روغتون له برید مخکې، د فبرورۍ له پای راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په شخړو کې د ۱۰۴ ماشومانو او ۵۹ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۸۹ افغان ولسي وګړي وژل شوي یا ژوبل دي او د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي.

داراز، د طالبانو په حملو کې هم د ډېورنډ کرښې هغې خواته پرتو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او تر ۳،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.