د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو یو پولیس وژلی او درې یې ژوبل کړي دي.
د بنو پولیسو په یو بیان کې ویلي چې پېښه د مارچ پر ۲۸مه د هوېد تاڼې په حدودو کې شوې ده.
پولیس زیاتوي چې په ځوابي کارروایۍ کې یې دوه مشکوک وسلوال هم وژلي دي.
کومې وسلوالې ډلې لا د پېښې ذمه واري نه ده منلې او د پولیسو د دعوې په غبرګون کې یې هم څه نه دي ویلي.
له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهيسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د اقتصاد او سولې چارو انسټېټیوټ په نوم یوې نړیوالې ادارې د مارچ پر ۲۱مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د "نړۍ تر بل هر ځای زیات وسلوال بریدونه" شوي دي. هغې ادارې وویل، تېر کال په پاکستان کې له "ترهګرۍ" سره په تړلیو پېښو کې ۱،۱۳۹ تنه ووژل شول چې د نورو کلونو پرتله شپږ سلنه اضافه ښيي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.