د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه نړیواله اداره وايي تېر کال پاکستان کې د نړۍ تر بل هر ځایه زیاتې حملې شوې وې

امنیتي سرتېري به بلوچستان کې پر اورګاډي تر برید وروسته د سیمې جاج اخلي - د ۲۰۲۵ز کال د مارچ ۱۵مې انځور.
امنیتي سرتېري به بلوچستان کې پر اورګاډي تر برید وروسته د سیمې جاج اخلي - د ۲۰۲۵ز کال د مارچ ۱۵مې انځور.

یوې نړیوالې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د "نړۍ تر بل هر ځای زیات وسلوال بریدونه" شوي دي.

د اقتصاد او سولې چارو انسټېټیوټ د مارچ پر ۲۱مه په خپل لړلیک کې ښوولې چې تېر کال په پاکستان کې له "ترهګرۍ" سره په تړلیو پېښو کې ۱،۱۳۹ تنه ووژل شول چې د نورو کلونو پرتله شپږ سلنه اضافه ښيي.

هغه اداره، چې مرکزي دفتر یې د اسټرالیا په سېډني کې دی او په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې هم څانګې لري، وايي چې په پاکستان کې تر ټولو خونړۍ ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ده چې په تېرو څو کلونو کې یې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

په راپور کې بېلتونپاله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د دویمې لویې ډلې په نوم یاده شوې چې په نویو طریقو یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان حکومت لا د هغه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې په پاکستان کې د شخړو او امنیت څېړنیز مرکز ویلي ول چې په ۲۰۲۵ز کال کې هلته د وسلوالو بریدونه ۱۷ فیصده زیات شوي ول. هغه ناحکومتي مرکز د تېر کال په پای کې په خپل کلني راپور کې د یوې لسیزې ارقامو ته په کتو ویلي ول چې ۲۰۲۵ز کال تر ټولو زیات خونړی وو.

له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.

اخوا حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG