په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت وايي، د پاکستان دا خبره سمه نه ده چې ګواکې افغانستان ترهګرو ته پټنځايونه ورکړي دي.
د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولايي پر ۱۵مه مشال راډيو ته په استولي غږيز پيغام کې ويلي چې " افغان طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي."
د ذبیح الله مجاهد په وینا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له خوا په دې اړه ورکړل شوې بیان سم نه دی.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جولايي پر ۱۵مه تور پورې کړ چې افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي او نه د دوحې پر تړون عمل کوي.
خواجه اصف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان له ۵۰ تر ۶۰ لکو افغانانو ته له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې پناه ورکړې ده.
د ده په وینا، "د دې برعکس په افغانستان کې هغو ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې د پاکستانیو وګړو وینې تویوي او دا حالت نور جاري نشي پاته کېدای."
خواجه اصف له نور تفصیل ورکولو پرته لیکلي چې " پاکستان به د خپلو وګړو او خاورې د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو وسایل کار اخلي."
افغانستان ھمسایہ اور برادر ملک ھونے کا حق نہیں ادا کر رہا اور نہ ھی دوہہ معاہدے کی پاسداری کر رہا ھے. 50/60 لاکھ افغانوں کو تمامتر حقوق کیساتھ پاکستان میں 40/50 سال پناہ میسر ھے. اسکے بر عکس پاکستانیوں کا خون بہانے والے دھشت گردوں کو افغان سر زمین پہ پناہ گائیں میسر ھیں. یہ صورت…
— Khawaja M. Asif (@KhawajaMAsif) July 15, 2023
دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې د پاکستان پوځ د جولای پر ۱۴مه په افغانستان کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ" او د هغې ډلې لپاره د "عملیاتو پر ازادۍ" د "سختې اندېښنې" څرګندونه وکړه.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ چې پر مهال یې ورته امنیتي چارواکو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د ژوب د وروستي "ترهګر" برید په اړه معلومات ورکړل.
په بیان کې راغلي چې جنرال منیر د کوټې په سي اېم اېچ روغتون کې په هغه حمله او نښته کې د ژوبلو سرتېرو پوښتنه وکړه.
د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.
د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.
د جولای پر ۱۴مه د ای اېس پي ار په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د "هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي" او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.
بیان وايي چې په پاکستان کې "په ترهګرۍ کې د افغان وګړو ککړتیا" بله "مهمه مسله ده چې باید حل شي." پوځ وايي، د ژوب چاوڼۍ په څېر حملې "د زغملو نه دي" او پر وړاندې به یې "موثر غبرګون" ښيي.
بیان زیاتوي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات د پخوا په څېر دوام لري.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین هم په دې اړه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دوی تل د دې وضاحت کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.