ډېره اسماعيل کې وسلوالو پولیس سرتېری او د کسټم چارواکی وژلي دي

په ډېره اسماعيل خان کې وړاندې هم پر پولیسو او حکومتي دفترونو بریدونه شوي دي. انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا پولیس وايي چې د هغې صوبې په ډېره اسماعیل خان ضلع کې په یو برید کې د کسټم (ګمرک) یو چارواکی او یو پولیس سرتېری وژل شوي دي.

یو ضلعي پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د فبرورۍ پر ۱۷مه ماخوستن وسلوالو په یارک تاڼې او ورسره نېزدې په ګمرک دفتر کې پر ګاډو ډزې وکړې چې پکې د ګمرک یو چارواکی او یو پولیس سرتېری وژل شوي او دوه پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د ډېره اسماعيل خان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي. ځايی خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې، پرلتونه او جرګې کړې دي او په بیا بیا یې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا د پاکستان پوځ هم وايي چې د وسلوالو خلاف يې هدفي عمليات روان دي.