د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په جمرود شاه کڅ سيمه کې وسلوالو يو پوليس وژلی دی.
د خیبر ضلعې پولیس وايي قیوم خان د پولیسو د ځانګړي ځواک (سپېشل برانچ) غړی وو او د جنورۍ پر نهمه پرې ناپېژاندو وسلوالو برید وکړ چې نوموړی پکې ژوبل شو او وروسته یې د پېښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
پولیس وايي بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلي دي او هغوی د پېښې پلټنه کوي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت قبول کړی نه دی.
د پولیسو د ځانګړي ځواک د وژل شوي سرتېري د جنازې په مراسمو کې چې د پېښور په ملک سعد پولیس لاین کې ترسره شول، د خیبر پښتونخوا د پولیسو اعلا چارواکو ګډون وکړو.
په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو او پوځ وخت په وخت مرګوني بریدونه ترسره کېږي. تر دې وړاندې د جنورۍ پر نهمه په باجوړ کې په یو وسلوال برید کې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی وو.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د خیبر په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.