وسلوالو په لکي مروت کې یو پولیس او د هغه ورور وژلی دی

‌په لکي مروت کې د پولیسو افسران د وژل شوي سرتېري د جنازې پر مهال - د ډېسېمبر ۱۶مې انځور.

چارواکي وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې يو پولیس او د هغه ورور وژلي دي.

د لکي مروتو پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۶مه نېټه رسنيو ته په لېږدولو معلوماتو کې وويل چې هغه پولیس سرتېری د پولیو واکسني ډلې د امنيت ساتنې تر دندې وروسته له خپل ورور سره کور ته روان وو چې موټرسايکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. په بیان کې د سرتېري نوم امیر نواز او د هغه د ورور نوم امیر محمد مشهور په خانه ګل یاد شوی دی.

د وژل شوي سرتېري جنازه د ډېسېمبر پر ۱۶مه شوې چې پکې د لکي مروتو پولیسو افسرانو او سرتېرو ګډون وکړ.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د ډېسېمبر پر ۱۶مه په باجوړ کې هم د پولیو واکسیني ډلې پر امنيت، ولاړو پولیسو برید شوی وو. په هغه حمله کې يو پولیس او يو ولسي وګړی وژل شوي ول.

دا هم وګورئ: په باجوړ کې پر پولیو ټیم برید کې ۲ کسان وژل شوي دي

د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې هغه برید د ډېسېمبر پر ۱۶مه د باجوړ د سالارزیو تحصیل په تنګي سیمه کې وشو چې پکې د پولیو د ټیم غړو ته زیان نه وو اوښتی.

د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

په پاکستان کې د ډېسېمبر له ۱۵مې نېټې څخه د پولیو ناروغۍ مخنیوي کمپاین پیل شوی دی.

د پاکستان د بیړنیو حالاتو ملي مرکز د ډېسېمبر پر ۱۳مه په بیان کې ويلي چې کمپاین شپږ ورځې دوام ولري چې پر مهال یې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ۴۵ مېلیونه ماشومانو ته د پولیو وایرس د مخنيوي څاڅکې ورکول کېږي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا چارواکو ويلي چې په دې دوران کې د صوبې په بېلابېلو برخو کې ۴۵ لکه (۴.۵ مېلیونه) ماشومان واکسینوي. هغوی وايي، د روغتیايي ډلو د امنيت لپاره یې په زرګونو امنيتي سرتېري ګومارلي دي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام په ۲۰۲۵ز کال کې د ګوزڼ ۳۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۹ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی دی.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. په هغو کې په بلوچستان کې ۲۷، په سیند کې ۲۳، په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې وه.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.