د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو یو پولیس تښتولی او ورسره یې په ګاونډۍ ضلع شمالي وزیرستان کې یو پل په بم الوځولی دی.
د بنو پولیسو د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال رادیو ته ته په استولي بیان کې ویلي چې قدیر خان پر پوسته تر دندې وروسته روان وو چې وسلوالو په ډوګر عمرزیو کې وتښتاوه.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې تښتولی دی.
پولیسو هم په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو وايي چې سرتېري د خلاصون لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
بل پلو د شمالي وزیرستان پولیسو په یو بیان کې ویلي چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۲مه شپې مهال د میرلي خوشالي کسکي پل په بم الوځولی دی.
هغه پل خیسور، خوشالي او نورې سیمې له میرلي سره تړي.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د بنو او شمالي وزیرستان په ګډون جنوبي ضلعې د خیبر پښتونخوا له سختو ناامنه سیمو ګڼل کېږي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.