د امریکا او ایران چارواکي په جېنیوا کې د خبرو بل پړاو ته ناست دي

دا انځور د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي (ښي لوري ته) او د امریکايي ولسمشر د ځانګړي سلاکار سټیف وېټکوف د تصویرونو په یوځای کولو جوړ شوی.

د ایران او امریکا چارواکي د فبرورۍ پر ۲۶مه په جېنیوا کې د درېیم پړاو مذاکرات پیل کړی دی.

دواړو خواوو تر دې مخکې د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسېدو په موخه دوه ځلې د عمان په مینځګړتوب نامستقیم مذاکرات کړي دي.

ایرانیو رسنیو د فبرورۍ پر ۲۵مه وویل چې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوی جېنیوا ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۴مه د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي.

نوموړي تر دې څو ورځې مخکې ویلي ول چې ایران ۱۵ ورځې وخت لري چې د خپل اټومي پروګرام د پیل په اړه موجودو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د واشنګټن او تهران استازي پر داسې مهال له یو بل سره خبرې کوي چې ایرانی حکومت د هېواد دننه له زیاتېدونکي مخالفت او پر نړیوال کچ د امریکايي برید د ګواښونو له لامله له فشار سره مخامخ دی.

واشنګټن پر تهران فشار راوړي چې د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره موافقه وکړي. امریکا، اسراییل او نور غبري هېوادونه تور پورې کوي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي.

خو تهران په بیا بیا ویلي چې پروګرام یې سوله ییز دی او د برېښنا (بجلۍ) پیداوار په ګډون د ملکي موخو لپاره دی.