په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ډېریو برخو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
ادارې د جنورۍ پر ۱۵مه په بیان کې ویلي چې د جمعې پر ورځ د هېواد په ۱۸ شمال ختیزو، شمالي، شمال لویدیزو، مرکزي او جنوب لویدیزو ولایتونو کې د واورې او باران امکان دی.
بیان زیاتوي، په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي میټره پورې د باران او له ۱۰ څخه تر ۳۵ سینټي میټره پورې د واورې ورېدو امکان دی.
د هوا پېژندنې ادارې د تازه ورښتونو وړاندوینه پر داسې مهال کړې ده چې د بې پولې ډاکترانو سازمان په ګډون بېلابېلو نړیوالو بشردوستانه ټولنو او سازمانونو په وروستیو کې له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د ستنو شویو د حالت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه سازمانونه وايي، هېواد ته ستانه شوي زیاتره خلک په سخته یخنۍ کې د سرپناه او خوراک څښاک له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ډېسېمبر په پای او د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ په پیل کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې درې ورځې سخت ورښتونه وشول چې له وجې یې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.
په کاپیسا، پروان، دایکندي، اوروزګان، کندهار، هېلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه کې د ورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول او ۱۱ ژوبل شوي ول.
د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي ول چې ورښتونو او سېلابونو ۲۷۴ کورونه بشپړ ړنګ کړي ول او ۱،۵۶۰ کورونو ته یې جزوي زیان رسولی وو. له دې پرته په سېلابونو کې شاوخوا ۱،۴۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې وه او سلګونه څاروي یې هم وژلي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.
د کډوالۍ یا مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) وایي چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې د سېلابونو په څېر د طبیعي پېښو شدت زیات کړی دی.