د بې پولې ډاکترانو سازمان د هغو افغانانو د حالت په اړه اندېښنه ښودلې چې له پاکستانه تر اېستل کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد سازمان وايي، له لومړنیو اساسي خدمتونو پرته به د دې خلکو لپاره ژمی "د یوه خاموشه قاتل" په څېر وي.
سازمان د جنورۍ پر دویمه په خپل رپورټ کې ویلي چې د دې کډوالو ژوند ته له دې کبله جدي خطر پېښ دی چې دوی د صحت په برخه کې بنیادي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
سازمان زیاته کړې چې "له پاکستانه د افغان کډوالو پراخ اېستل کېده په یوه ننګونکي بشري ناورین بدل شوي او د هغې ټولنې کړاوونه یې لا ژور کړي چې له وړاندې هم زیانمنه وه."
رپورټ لیکي چې دې کډوالو ته باید زر تر زره روغتیايي اسانتیاوې، بېړنۍ سرپناوې او د خوراک څښاک مناسب بندوبست وشي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې سړه هوا د ناروغیو او مړینې کچه، په ځانګړي ډول د خوارځواکۍ له امله ځورېدونکو ماشومانو هغه، په شدیده توګه لوړوي.
په ورته وخت کې افغانستان ته یو شمیر تازه ستانه شوي کډوال هم وايي چې د هوا سړېدو د دوی ستونزې لا ډېرې کړې دي او په ډېر خراب حالت کې دي.
د هلمند ګرشک ولسوالۍ ته ستون شوی حمیدالله وايي د هوا سړېدو او د سرپناه نشتون د ده د ماشومانو ناروغي شدیده کړې او د ژوند ستونزې یې ورته دوه چنده کړې دي.
هغه مشال راډیو ته وویل، "موږ په خیمه کې ژوند کوو او دا توان نه لرو چې ماشوم ډاکتر ته یوسو او یا داسې یو مناسب کور په کرایه ونیسو چې کوټه او بخارۍ ولري. ان که کوټه او بخارۍ هم وي، د سون توکو د اخیستلو وس نه لرو."
د ثناګل په نامه لغمان ولایت ته ستون شوي بل افغان هم له ورته ستونزو سر ټکوي.
هغه وویل،"ژوند ډېر تریخ دی، حالت خراب دی. په یوه داسې کور کې نهه کورنۍ ژوند کوو چې یوازې څلور کوټې لري. هېڅ اسانتیاوې نشته. ماشومان ناروغ دي؛ هغوی د جلال اباد عامې روغتیا ته بیایو، خو په خدای که د درملو د اخیستو پیسې ولرو."
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا هم د ټولو افغان کډوالو اېستلو ته دوام ورکړی دی.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر له پیله راهیسې په څو پړاوونو کې د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، خو په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او شړل په بې ساري ډول زیات شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار،) د ۲۰۲۴م کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه په یو رپورټ کې ویلي وو چې د هغه کال په اوږدو کې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو شمېر له یو میلیون څخه اوښتی دی.
نړیوالو سازمانونو په څو ځلي خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو پراخ ستنېدل، د اقتصادي ناورین او د ژمي د سړې هوا په شرایطو کې، کولای شي پر لومړنیو خدمتونو بې ساری فشار راوړي او که بېړنی ملاتړ ونه شي، نو د راستنو شویو کډوالو بشري حالت به په جدي ډول لا پسې خراب شي.