ډېره اسماعيل خان کې ۴ پوځیان وژل شوي دي

ډېره اسماعيل خان کې د پوځ او پوليس سرتېري د سيمې په امنيت ساتلو بوخت دي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

د هغې ضلعې پولیسو یو چارواکي د مارچ پر ۱۲مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د تېره شپه په پرواکوټ ماچي سیمه کې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پر مهال څلور پوځیان وژل شوي دي.

پولیس چارواکي زیاته کړه چې دا هدفي عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ضد ول خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د ډېره اسماعيل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.