د منځنۍ کورمې اوسېدونکي وايي چارواکي دې یې ژمي کې کډوالۍ ته نه مجبوروي

د کورمې په منتو کې یو پوځي سرتېری د وسلوالو پرضد د کارروایۍ لپاره د تیارېدو په حال کې - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د منځنۍ کورمې د یوشمېر کلیو اوسېدونکو له چارواکو غوښتي دي چې د وسلوالو پرضد دې د عملیاتو پر مهال خلک نه بې کوره کوي.

د منتو اوسېدونکي غزني ګل د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل، موسم یخ دی او د سیمې زیاتره خلک بې وزله دي نو که چارواکي یې کورونو پرېښودو ته مجبور کړي نو ژوند یې اغېزمنېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې امنیتي او انتظامي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه په سده کې د مسوزیو، زهمشت او علي شېرزیو له مشرانو سره ولیدل او ورته یې وویل چې د هغو سیمو په ۴۴ کلیو کې یې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې نو ځکه دې خلک په یوه ورځ کې کورونه پرېږدي.

تر هغې وروسته ډېریو وګړو لا هم کورونه نه دي پرېښي او وايي، په ژمي کې کډې نه باروي.

البته په منځنۍ کورمه کې داسې کلي شته چې ورڅخه ځینې خلکو په تېرو ورځو او د لیل ګډې، خټکه مېنې (مېله هم بلل کېږي)، کونډلي بابا او تاړي په نوم د څلورو کلیو اوسېدونکو د ډېسېمبر په پیل کې کډې کړې وې.

د هغو کلیو اوسېدونکو د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډيو ته ویلي ول چې تر بریدونو د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمینځ تر نښتو وروسته ورته د منتو کلا امنیتي مشرانو وویل چې د وسلوالو ضد عملیات کول غواړي نو ځکه دې کورونه پرېږدي.

د منتو یو اوسېدونکي ذهین شاه اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو تته وویل، ماشومان او د کورنۍ ښځې یې خپلوانو کره لېږدولې دي او شاوخوا ۶۰۰ څاروي یې هم له سیمې لېږدولي خو ورسره د هغوی د خوراک لپاره څه نه شته او څاروي یې له لوږې مري.

انتظامي چارواکو د تیندو په سامې سیمه کې بې کوره شویو لپاره یو پنډغالی (کیمپ) جوړ کړې دی خو زیاتره وګړي په کوزه کورمه او هنګو کې له خپلوانو کره دېره شوي دي.

له لیل ګډې بې کوره شوی نېک محمد، چې اوس په هنګو کې اوسي، وايي، چارواکو تر اوسه یوازې یو ځل له ۱۳۰ کورنیو سره خوراکي او نورې مرستې کړې دي او بیا یې څه نه دي ورکړي.

د پاکستان پوځ لا پر دې موضوع رسماً څه نه دي ویلي خو په کورمه کې یو انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په رسنیو کې خپور شي، د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د زهمشتو، مسوزیو او علي شېرزیو د ۴۴ کلیو خالي کول اړین دي ځکه چې نه غواړي د عملیاتو پر مهال خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ور په برخه شي.

ده وویل، چارواکي غواړي له سیمې څخه د وسلوالو ایستلو لپاره موثر اقدامات وکړي.

هغه انتظامي چارواکي البته وویل، له ولسي مشرانو سره بیا کښېني چې ژر تر ژره یې د مېنو پرېښودو ته تیار کړي او زیاته یې کړه چې له اغېزمنو سره د مرستو لپاره هم د کړنلارې جوړولو ته چمتو دی.

د منځني کورمې په کونډلي بابا او ورسره شاوخوا علاقو کې تر دې وړاندې هم د وسلوال طالبانو ضد پوځي عملیات شوي ول. پوځي چارواکو هغه مهال ویلي ول چې هدف یې له وسلوالو سیمه پاکول دي خو ځايي خلک وايي، عملیاتو ورته له زیان رسولو پرته بله ګټه نه ده رسولې ځکه چې وسلوال طالبان یو ځل بیا هلته ورغلي دي او پوځ هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

شاوخوا دوه لسیزې مخکې په منځنۍ کورمه کې د وسلوالو پاخه مرکزونه ول خو د ۲۰۱۰ز کال په پراخو پوځي عملياتو کې وسلوال له سیمې څخه وتښتېدل چې په نتیجه کې يې په سيمه کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی وو.

خو هلته په وروستیو کې يو ځل بیا وسلوال فعاله شوي دي او پر امنیتي ځواکونو يې يوشمېر بریدونه کړي دي. د دې ترڅنګ په سيمه کې د ولسي وګړو د وژلو او تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.