د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) ويلي چې د راولپېنډۍ د اډیالې زندان مخې ته د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) پر "سوله ییزو" مظاهرچیانو د پولیسو "پرله پسې اوبه شیندل" د هغو د "پرامنه غونډو او جلسو کولو د حق ښکاره سرغړونه" ده.
سازمان د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر خپل رسمي اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی چې د "خلکو د پرامنه احتجاج د حق درناوی دې وکړي او له نامتناسبه او سزايي (جزايي) زور له استعماله دې لاس واخلي."
بیان وايي، د ډېسېمبر پر ۱۶مه شپې مهال چارواکو په "سخته یخنی کې پر سوله ییزو پرلتوالو" چې غوښتل يې د عدالتي حکم له مخې د پي ټي ای له بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړي، اوبه وپاشلې او تیت و پرک یې کړل.
ایمنسټي انټرنیشنل زیاته کړې چې دغسې اقدامات د پرامنه احتجاجیانو د خونديتوب په اړه ژورې اندېښنې پیدا کوي او "د چارواکو د عدالتي حکم نه منلو" ښکارندوي کوي.
د پاکستان حکومت لا د ایمنسټی انټرنيشنل د تازه بیان په غبرګون کې څه نه دي ويلي البته مخکې یې دا دریځ تکرار کړی چې له عمران خان سره پر "سیاسي ملاقاتونو" بندیز دی.
وفاقي حکومت زیاتوي چې عمران خان خوندي دی او په زندان کې یې تر نورو بندیانو هم "زیات سهولتونه" ورکړي دي.
عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه مقدمه کې ونیول شو او بیا ورباندې نورې قضیې هم جوړې شوې. خو هغه ټول تورونه ردوي او وايي، ټولې مقدمې سیاسي انګېزه لري.
تحريک انصاف تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۰مه هم تور پورې کړی وو چې پولیسو یې پر سیاستوالانو او پلویانو د اډيالې زندان مخې ته اوبه شيندلې دي.
ګوند وايي، د عمران خان خويندو او د هغه د ګوند یوشمېر مخکښو سیاستوالانو او پلویانو هلته احتجاج کاوه ځکه چې د زندان چارواکو له خان سره ملاقات ته پرې نه ښوول. پولیسو د پي ټي ای د دعوې په غبرګون کې رسماً څه نه ول ویلي، خو د زندان چارواکو ویلي ول چې د "یولړ امنيتي او انتظامي ستونزو" له امله له خان سره د ليدو اجازه نه ورکوي.
البته تر دې وړاندې د عمران خان یوې خور عظما خان د څو اونیو تر هڅو وروسته د ډېسېمبر پر دویمه له خپل ورور سره لیدلي ول. هغې وروسته وویل چې خان ښه دی خو ګوښه ساتل شوی دی.