د خیبر پښتونخوا په دره ادم خېل کې په یو وسلوال برید کې د اېف سي دوه سرتېري وژل شوي او په باجوړ کې د وسلوالو په برید کې درې ځايي کسان ژوبل شوي دي.
د کواټ د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر ۲۸مه د اېف سي دوه سرتېري امنیتي پوستې ته د خپلې وظیفې لپاره روان ول چې په کمین ناستو وسلوالو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې ووژل.
دغه چارواکي مشال راډیو ته دا هم وویل چې په دره ادم خېل کې په همدې ورځ په دوو نورو سیمو کې هم وسلوالو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي خو د اېف سي ځواکونو هغه بریدونه په شا تنبولي دي او څه ډول تلفات یې نه دي اړولي.
د برید ذمه واري تر دې دمه چا قبوله کړې نه ده.
هلته د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار وايي، نامعلومو وسلوالو د مارچ پر ۲۷مه ناوخته يه شېخ مېنو سیمه کې په یوه حمله کې درې ځايي کسان ژوبل کړي دي.
پولیس وايي، کېدای شي دا به د شخصي دښمنۍ پېښه وه ځکه چې ژوبلو کسانو په سیمه کې له یوې کورنۍ سره دښمنۍ لرله. پولیس وايي، د پېښې پلټنه یې پیل کړې خو تر اوسه یې څوک ګرفتار کړي نه دي.
د باجوړ د حملې ذمه واري هم چا نه ده قبوله کړې.
تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۴مه په جنوبي وزيرستان کې وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي ول.
د باجوړ او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې تر دې وړاندې هم د پولیسو، عامو خلکو، د پولیو ضد کارکوونکو او د امنیتي سرتېرو پر ضد بریدونه شوي دي.
د دغو بریدونو مسوولیت ډېری وخت څوک نه قبلوي، البته د خال خال پېښو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت وسلواله ډاله یا داعش په غاړه اخلي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.