کواټ کې ټرافیکي پېښه کې ۱۲ کسان ژوبل شوي دي

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د مارچ پر ۱۷مه په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) يو ویاند جواد اپرېدي په یو بیان کې ویلي دي چې دا پېښه په لاچۍ تحصیل کې پر اباسين لويې لارې (انډس هایوې) له ټول پلازې سره رامينځ ته شوې ده.

د دوی په وینا، د دوو فلاینګ کوچونو او یو موټر ترمينځ ټکر شوی دی او ژوبل کسان د وزیرستان، کرک او بنو سیمو اوسېدونکي دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.