ځايي خلک او چارواکي وايي د پاکستاني پوځ او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ۴ او په خوست کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د باجوړ پولیسو ترمخه، په سالارزو سیمه کې د افغانستان له لورې مارټر ګولۍ يا توغندی لګېدلی چې د يوې کورنۍ ۴ غړي يې وژلي دي. پخواني سېنېټر او د هغې سیمې اوسېدونکي مولانا عبدالرشيد د مارچ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له امله د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک ډير په تکليف دي.
د معلوماتو ترمخې دا توغندی د طاهر په نامه د يو کس پر کور لګېدلی دی. سالارزي هغه سیمه ده چې د پاکستان په خوا کې د ډيورنډ کرښې سره نیږدې پرته ده. د افغانستان خوا ته یې د کونړ سيمه ده. پر دې سربیره، په مومندو، خیبر او کورمې کې هم د ډيورنډ کرښې سره نیږدې، په ډزو کې ځيني کسان ژوبل شوي دي.
دا هم وګورئ: چین پر افغانستان او پاکستان غږ کړی چې له جګړې لاس واخليد ډيورنډ کرښې هغه غاړې افغانستان کې هم ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د خوست ولایت دفتر د مارچ پر ۱۶مه، رسنيوو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې تېره شپه د پاکستاني پوځ د درنو وسلو په ډزو کې د سپیرې، ځاځي میدان او ګربزو په سرحدي ولسوالیو کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې ترمخه، په وژل شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي او په ټپیانو کې ۳ ماشومان، ۲ ښځې او ۳ نارینه ولسي وګړي شامل دي. د مارچ پر ۱۲مه هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه د تریزیو علیشیرو ولسوالۍ د صدقو په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو لخوا توغول شوي توغندي د کوچیانو په مېنو او کیږدیو لګیدلی وو چې له کبله يې د یوې کورنۍ ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې نښتې د تېرې فروري پر ۲۶مه وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستاني پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې په یو شمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل. پاکستان وايي دا حملې یې د هغو وسله والو په نخښه کولو لپاره کړې چې له افغانستانه بریدونه پلانوي. خو د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد کارېدو ته نه پريږدي او پاکستاني وسله وال په قبايلي سيمو کې مېشته دي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ځينو نورو ادارو هم ويلي د پاکستان په بمباريوو کې افغان ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. پاکستان دا نه مني او ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د وسله والو مرکزونه په نخښه کړې دي.
په همدې حال کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ مشرانو په يوه شريکه اعلاميه کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې پر افغانستان بریدونه ودروي. د مارچ پر ۱۶مه، خپره شوې هغه اعلاميه کې راغلې چې دواړه خواوې دې زر تر زره خبرې مذاکرات وکړي او خپلمنځي اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي.