هند د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام په ګټلو سره ۳ ميليونه ډالر جایزه واخیسته

د هند لوبډله د نړيوال جام تر ګټلو وروسته

هند د کرکټ د شل اووره لوبو د نړیوال جام په ګټلو سره درې ميليونه ډالر جایزه واخیسته.

د مارچ پر اتمه، د هند د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې شوې دې سیالۍ کې هند د لومړي بيټينګ په کولو سره د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۵۵ منډې وکړې. په ځواب کې یې، نیوزیلېنډ د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو، ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپیر وبایلله.

د هند جسپرېت بومرا په ۴ اوورونو کې د ۱۵ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د هند سنجو سېمسن په دې لوبلړۍ کې ۳۲۱ منډې جوړې کړې وې چې له امله یې هغه د دې نړیوال جام غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

سنجو سېمسن د لوبلړۍ او جسپرېت بومرا د لوبې غوره لوبغاړي جایزې واخیستې

هند ته د دې اتلولۍ په خپلولو سره درې ميليونه او نیوزیلېنډ ته يو نيم ميليونه ډالر ورکړل شول. هند ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د درېيم ځل لپاره ګټي.

د کرکټ نړیوال جام هغه سیالۍ د فرورۍ پر اوومه د هند او سريلنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته. له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د افغانستان په ګډون نورې لوبډلې ورڅخه پاتې شوې. د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سريلنکا د سیاليو بایللو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوورونو نړیوال جام په ۲۰۰۷ کال کې پیل کړی وو. تر اوسه دا اتلولي شاوخوا دوه کاله وروسته، نهه ځلې په بېلا بېلو هوادونو کې ترسره شوې ده. تر اوسه له شویو ۲۰ اووره نړیوالو جامونو څخه یې هند درې ځل، وېسټ انډیز او انګلېنډ دوه، دوه او پاکستان، سري لنکا او اسټرالیا یو، یو ځل ګټلي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی دی چې راتلونکی ۲۰ اووره نړیوال جام به په ۲۰۲۸ کال کې په اسټرالیا او نیو زیلینډ کې کېږي.