د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نن د سریلنکا په وړاندې د کرکټ نړیوال جام مهمه لوبه کوي

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام لوبې د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ پر اوومه په هند او سریلنکا کې پیل شوې وې. (انځور: ارشیف)
د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام لوبې د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ پر اوومه په هند او سریلنکا کې پیل شوې وې. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د کرکټ لوبډله د فبرورۍ پر ۲۸مه د ۲۰ اووریز نړیوال جام په یوه ډېره مهمه لوبه کې سريلنکا ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د سري لنکا د کولمبو په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمې او د کابل پر شپږ بجې پیل شي.

نيو زيلينډ خپله يوه لوبه ګټلې، يوه يې بايللې او يوه لوبه يې د باران له امله نه وه شوې. له دې سره په مجموعي ډول يې درې نومرې ترلاسه کړې دي.

بلخوا پاکستان چې يوه لوبه يې بايللې او يوه یې د باران له وجې منسوخه شوې او يو پواينټ لري نو که نن له سريلنکا په غټ توپير سیالي وګټي نو امکان لري چې نیمي پای لوبې یا سیمي فاینل ته ووځي.

دغه راز په لومړي ګروپ کې هند او ویسټ انډیز نیمي پای لوبې ته د وتلو پر سر د فبرورۍ پر ۲۹مه سیالي کوي.

له لومړي ګروپ څخه جنوبي افریقا او له دویم څخه انګلستان وار له مخه نیمې پای لوبې ته وتلي دي.

دویم پړاو ته وتلې اته غوره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، وېسټ انډیز او زمبابوې شامل دي.
په دویم ګروپ کې انګلستان، نیو زيلينډ، پاکستان او سري لنکا شامل دي.

په دې پړاو کې هره لوبډله درې لوبې کوي او له دواړو ګروپونو څخه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته وځي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووره نړیوال جام د پايلوبه د مارچ پر اتمه وشي.

XS
SM
MD
LG