د کوربه هند او نیو زیلینډ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شوې دي.
د هند د احمد اباد په نرېندار مودي لوبغالي کې د مارچ اتمې د سیالۍ پچه نیو زیلینډ وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
تر دې مخکې د مارچ پر پینځمه هند په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلستان (انګلینډ) ته په اووه منډو ماتې ورکړه.
تر هغې یوه ورځ مخکې نیو زیلینډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.
د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه د هند او سري لنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.
له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د افغانستان په ګډون نورې لوبډلې ورڅخه پاتې شوې.
د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سري لنکا د سیاليو بایللو او کمو نومرو (پواینټونو) اخیستو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.
د کرکټ ۲۰ اووه نړیوال جام لنډ تاریخ
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوورونو نړیوال جام په ۲۰۰۷ز کال کې پیل کړی وو. تر اوسه دا په زړه پورې اتلولي شاوخوا دوه کاله وروسته، نهه ځلې په بېلا بېلو هوادونو کې ترسره شوې ده.
تر اوسه له شویو ۲۰ اووره نړیوالو جامونو څخه یې هند، وېسټ انډیز او انګلستان دوه، دوه او پاکستان، سري لنکا او اسټرالیا یو، یو ځل ګټلي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی دی چې راتلونکی ۲۰ اووره نړیوال جام به په ۲۰۲۸ز کال کې په اسټرالیا او نیو زیلینډ کې کېږي.