د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیاپرانیستو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په پیغام کې د ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو پر بیا پیل هم ټینګار کړی دی.
پخواني ولسمشر د افغانستان د سولې او پرمختګ په هڅو کې د افغان ښځو تاریخي هڅې او مبارزې ستایلې دي.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې د ښځو پر کار کولو هم محدودیتونه ولګول.
د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو پرضد په افغانستان کې دننه او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې په وار وار احتجاجونه هم شوي دي.
د دې تر څنګ د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو هم له طالبانو غوښتي چې بشري او د ښځو حقونو ته په درناوي نجونه زدکړو او ښځې کار ته پرېږدي.
خو د طالبانو حکومتي چارواکي په بیا بیا وايي چې "د شریعت په چوکاټ" کې یې نجونو او ښځو ته حقونه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، څه باندې دوه مېلیونه افغانې نجونه له شپږم ټولګي پورته له زدکړو بې برخې شوې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که پر زدکړو بندیز همداسې دوام وکړي نو دا شمېر به په ۲۰۳۰ز کال کې څلور مېلیونه ته ورسي.