کاظمي: له افغانستان سره تجارت بندېدل پاکستان ته هره میاشت ۴۵ مېلیونه ډالره تاوان رسوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر وايي، له افغانستان سره د تجارت درېدل په پاکستان کې سوداګرو ته هره میاشت ۴۵ مېلیونه امریکايي ډالره تاوان رسوي. سید جواد کاظمي د فبرورۍ پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، دا لومړی ځل دی چې د دواړو خواوو ترمینځ لارې د دومره اوږدې مودې لپاره تړل شوې دي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې پاکستان پر پکتیکا او ننګرهار بریدونه وکړل چې پکې لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل او پینځه ژوبل شول. داراز، د دې مرکې تر ثبتېدو څو ساعته وروسته د طالبانو حکومت د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل. وروسته اسلام اباد په کابل، پکتیکا او کندهار کې د بمبارۍ خبر ورکړ. کاظمي وايي، د دواړو هېوادونو سوداګر هڅه کوي چې داسې تګلاره جوړه او عملي شي چې ورسره سوله او اقتصادي هلې ځلې له یو بل سره وتړل شي. نوموړي وویل چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د سوداګرۍ له درېدو راهیسې افغانستان ته هم هره میاشت مېلیونونه ډالره زیان رسي او له مرکزي اسیا سره یې د افغان سوداګرو تجارت هم اغېزمن کړی دی. له کاظمي سره بشپړه مرکه وګورئ.