د خیبر پښتونخوا د اورکزو ضلعې په ایندارې سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا پر احتجاج کوونکو د مبینه ډزو خلاف د فبرورۍ پر ۲۲مه بیا احتجاج شوی دی.
د احتجاج پر مهال ځېنو کسانو مشال راډیو ته ویلي چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د تیرا میدان او اورکزیو پر پوله پرته سیمه اکا خیلو کې یو توغندی د سوارلیو پر یو موټر پرېوتی چې په پایله کې یې د دوی په وینا څلور اکاخېل ووژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شول.
دوی زیاته کړه چې د دې پېښې پرضد یې هم پد فبرورۍ پر ۲۱مه د اورکزو خلکو د امنیتي پوستې مخې ته احتجاج کوو چې پرې امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او پینځه تنه یې زخمیان کړل.
له دې وروسته د اوکرزو اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه د امنیتي ځواکونو لخوا په عامو خلکو د ډزو خلاف احتجاج وکړ او د اورکزو مرکزي سړک یې تړلی وو.
د کوز اورکزو تحصيل چيرمين مولانا طارق احتجاج کوونکو ته د خبرو پر مهال ویلي چې باید حکومت خپلو وګړو ته تحفظ ورکړي.
ده وویل، "که ته "ریاست" ماته تحفظ نشي راکولای، امن نشې راکولای نو له ما نه ټیکس د څه لپاره اخلې. ریاست کې ټولې ادارې راځي که هغه پوځ دی، که پولیس دی او که نورې محکمې دي، امنیتي ادارو باندې لازم دي چې خلکو ته تحفظ ورکړي."
بلخوا د پولیسو او ضلعي انتظاميي چارواکو له احتجاج کوونکو سره لیدلي دي او ډاډ یې ورکړی دی چې "څومره غوښتنې یې د ایین او قانون مطابق وي، هغه به منلې کېږي."
دا له هغه وروسته ده چې د تیرا ځینې عیني شاهدانو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د تیرا میدان او اورکزو پر پوله پرته سیمه اکا خیلو کې د سوارلیو پر یو موټر هغه توغندی لګېدلی چې د دوی په وینا پوځ ویشتلی وو.
دوی وویل چې توغندی د سوارلیو پر یو موټر پرېوتی چې په پایله کې یې د دوی په وینا څلور اکاخېل وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
عیني شاهدانو او د دې وژل شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو غړو مشال راډيو ته ویلي چې دا کسان له بازاره د سودا تر اخیستو وروسته خپلو کلیو ته روان وو چې د اورکزیو له کلایې پرې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا مارټر ګوله وویشتل شوه او په نښه شول.
د باړې سیاسي اتحاد غړو عطاالله اپریدي او هاشم خان اپریدي هم مشال راډیو ته د دې پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا عام وګړي وو او د پوځ په مارټر توغندي لګېدلي دي.
په پاکستان کې له کلونو راهیسې په مارټر د عام وګړو وژل کېده روان دي. (د ۲۰۱۳م کال د ۳ جنورۍ عکس)
دوی وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ژوبل کسان لومړی د لاندې باړې ډوګرې روغتون ته یوړل شو او بیا د باړې سیاسي اتحاد غړو احتجاجا د وژل شویو مړي په باړه بازار چوک کې کيښودل.
دې احتجاج ته د خیبر سیاسي او مدني فعالانو په ګډون له خیبره د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدی هم ورغلی وو.
دا احتجاج تر یو ساعت پورې جاري وو او بیا د دې وژل شویو کسانو خپلوانو خپل مړي پورته کړل او د جنازې لپاره یې د تیرا اکا خیلو ته یوړل او ور سره احتجاج ختم شو.
د باړې سیاسي اتحاد غړو د دې پیښې غندنه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومتي او امنیتي چارواکو ورسره بیا بیا ژمنې کړې دي چې عام وګړي به نه په نښه کوي خو د دوی په وینا، په بیا بیا له خپلو وعدو سرغړونه کوي او عام خلک وژني.
په خیبر او اورکزیو کې میشتو د پاکستان امنیتي ځواکونو لا د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې دوی د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي او په دې ترڅ کې د عام ولس د ژوند او مال ساتلو ته ژمن دي.
دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم د خیبر ضلعې په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د مارټر ګولې د عام ولس پر کورونو پرېوتې دي چې له کبله یې مرګژوبله رامنځ ته شوې ده.
د دې پرضد په بېلا بېلو سیمو کې وخت پر وخت احتجاجونه هم شوي دي. د دې لړۍ وروستۍ احتجاج د شمالي وزیرستان اتمانزیو کړی وو.
د اتمانزیو جرګې د فبرورۍ پر شپږمه په میرلي کې پرلت وهلی وو او فبرورۍ پر ۱۵مه یې له حکومتي او امنیتي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته پای ته رسولی وو.
دوی د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ د نښتو او عملیاتو پر مهال پر ولسي ځایونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخنیوی او د خلکو د خوندیتوب باوري کول غوښت.
د اتمانزیو جرګې مشرانو د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي وو چې پرلت یې ځکه پای ته رسولی دی چې د دوی په وینا ځايي امنیتي او انتظامي چارواکو باور ورکړی دی چې بیا به د وسلوالو پرضد عملیاتو او کارروایانو کې عام ولس ته زیان نه رسېږي.