په داسې حال کې چې په میرلي کې د اتمانزو جرګې احتجاج نن په پینځمه ورځ هم دوام لري، مشران یې وايي، د ډرون کاپټر په یو تازه برید کې یو ماشوم وژل شوی دی.
د جرګې مشرانو ملک نثار علي خان او مفتي بیت الله مشال راډیو ته وویل چې د فېبرورۍ پر نهمه د میرلي په مبارک شاهي سیمه کې د صالح جان پر کور د ډرون توغندی لګېدلی دی چې پکې یو اووه کلن ماشوم وژل شوی دی.
د شمالي وزیرستان انتظامیې په ډرون برید کې د ماشوم د وژل کېدو په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.
د اتمانزو جرګې د فېبرورۍ له شپږمې د ډرون بریدونو، نا امنۍ، هدفي وژنو او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوړېدو خلاف احتجاج پیل کړی دی.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم پرون مشال راډیو ته وویل چې د جرګې له مشرانو سره یې د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي خو کومې نتیجې ته لا سره نه دي رسېدلي.