بلوڅ ملتپال: د بلوچستان مسله سیاسي ده پوځ یې نشي هوارولای

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو او په ځانګړې توګه بلوچ لیبرېشن ارمي او پاکستاني پوځ ترمنځ جګړې په دې وروستیو کې خورا زور اخیستی دی. (انځور: ارشیف)

بلوڅ ملتپال مشرانو په لاهور کې جوړې شوې غونډې ته په ویناوو کې ویلي چې د بلوچستان مسله د پوځ نه بلکې سیاست او خبرو اترو له لارې هوارېدای شي.

دوی دا څرګندونې د فبرورۍ پر اتمه په لاهور کې د عاصمه جهانګیر کلني کنفرانس پر مهال هغه غونډې ته کړې دي چې د بلوچستان پر حالاتو بحث ته ځانګړې شوې وه.

په پاکستان کې هر کال د بشري حقونو او جمهوریت لپاره په مبارزه مشهورې، د بشري حقونو کمېشن پخوانۍ مشرې او نومیالۍ قانون پوهې عاصمه جهانګير د تلین په مناسبت دوه ورځنی نړیوال کنفرانس کېږي چې زیاتره موضوعات یې له بشري حقونو، اییني او قانوني چارو سره تړلي وي.

په دې غونډه کې د بلوڅ ملتپال ګوندونو مشرانو او د پاکستاني وزیراعظم سلاکار یو بل ته په غیرمستقیمه توګه ګوتنیونه کړې ده.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او پخواني اعلا وزیر سردار اختر مېنګل یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان مسله داسې حالت ته رسېدلې چې راستنېده یې اوس د ده په وینا ممکن نه دي.

نوموړي وویل چې د نواب اکبر بګټي وژلو او په زور د خلکو لادرکه کولو د بلوچستان ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

ده وویل، د دې ملاتړ نه کوي چې په بلوچستان کې دې د پنجاب بې ګناه خلک ووژل شي خو د ده د پنجاب سیاستوالو ته په اشاره وویل، "پوځ په بلوچستان کې له بلوڅو سره کوم ظلم کوي، خلک باید د هغه هم غندنه وکړي."

دا هم وګورئ: د پاکستان حکومت وايي د لسو زرو جبري لادرکو کسانو څخه یې د ډېرو کیسونه حل کړي

سردار اختر مېنګل زیاته کړه، "د پنجاب او اسلام اباد له تعلیمي ادارو بلوڅ ځوانان پورته کېږي، شناختي کارډونه یې کتل کېږي او بیا یې پروفایلنګ کېږي."

نوموړي پر اوسني مرکزي حکومت هم سختې نیوکې وکړې. ده تور پورې کړ چې د مسلم لیګ نون په مشرۍ حکومت په ځانګړې توګه د بلوڅو له سیاسي مشرانو سره ډېر بد کوي.

ده زیاته کړه چې پر بلوڅ مشرتابه د سیاسي هلو ځلو لارې تړل شوي، رسنیو ته د هغوی د لاسرسي مخه نیول کېږي او ښهري حقونه یې تروړل شوي دي.

یادې غونډې ته د بل بلوڅ ملتپال ګوند نېشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ هم ورته وینا وکړه.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په بلوچستان کې پر روانو حالاتو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې ناامنۍ او په زور د خلکو لادرکه کول د بلوچستان دوې لویې مسلې دي.

ده وویل، "چې کله په پاکستان کې پاکستان ډیموکرېټیک الاینس جوړ شو نو په ۲۶ نقاطو کې یې یوه دا وه چې پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نه کوي او بل به د لادرکه کسانو مسله هوارېږي."

دا هم وګورئ: پوځ وايي بلوچستان کې په وروستیو نښتو او عملیاتو کې "۲۲ سرتېري، ۳۶ ولسي وګړي او ۲۱۶" مشکوک وسلوال وژل شوي دي

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل چې د ملک د لویو سیاسي ګوندونو له خوا پر شوې هوکړه اوس کلونه واوښتل خو لا هم په یادو شویو مسلو کې یوه هم نه ده هواره شوې.

نوموړي زیاته کړه چې کله هم خپلې سیمې ته لاړ شي نو داسې ورځ نه وي چې د تازه لادرکه شویو کسانو خپلوان ده نه ورځي.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ بیا غوښتنه وکړه چې ریاست او د ملک سیاسي مشران دې په بلوچستان کې د لادرکه کسانو مسله زر تر زره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو او په ځانګړې توګه بلوچ لیبرېشن ارمي او پاکستاني پوځ ترمنځ جګړې په دې وروستیو کې خورا زور اخیستی دی.

یادې ډلې د جنورۍ پر ۳۱مه د کوټې په ګډون په بلوچستان کې پر ګڼو ځایونو بریدونه کړي وو. د بلوچستان حکومت او پوځ دواړو ادعاوې کړې وې چې په ځوابي عملیاتو کې یې تر ۱۷۰زیات وسلوال وژلي وو. خو بلوچ لیبرېشن ارمي بیا برعکس دعوه کړې وه. هغوی بیا خپل مړي کم او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته اوښتې مرګژوبله زیاته بللې وه.

مشال راډیو نه د پاکستاني پوځ، حکومت او نه هم د بلوڅ وسلوالو د ادعاوو کره والي پخلی کولای شي.

د عاصمه جهانګیر کنفرانس په ترڅ کې د بلوچستان حالاتو ته د ځانګړې شوې غونډې پرمهال د وزیراعظم شهباز شریف سیاسي سلاکار رانا ثناالله هم وینا وکړه.

نوموړي زیاتې خبرې د جنورۍ پر ۳۱مه د بلوڅ وسلوالو د بریدونو او په ځواب کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په اړه وکړې.

دا هم وګورئ: څېړنيز مرکز: پاکستان کې جنورۍ میاشت کې ۸۷ وسلوال بریدونه شوي دي

رانا ثناالله د هغو نښتو پرمهال ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه وویل چې د ده په وینا دا یو فطري عمل دی چې په ولس ورګډ شویو وسلوالو پرضد عملیاتو کې به عام خلکو ته هم زیان رسېږي.

د رانا ثنا الله د دې څرګندونې پر مهال په تالار کې له ناستو خلکو څخه ګڼ د احتجاج په توګه ووتل او د هغه څرګندونې یې وانه ورېدې.

خو نوموړي په بلوچستان کې پر لویو لارو د امنیتي ځواکونو د پوستو په اړه وویل چې تر څو هلته د وسلوالو له خوا د بریدونو خطر موجود وي نو تر هغه وخته به دا امنیتي پوستې هم موجودې وي.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې ګڼ خلک پر لویو لارو د امنیتي ځواکونو له خوا پر پوستې له کېدونکي چلنده سرټکوي او غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه باید عام ولس ونه ځوروي.

امنیتي ځواکونو او صوبايي حکومت په وار وار داسې تورونه رد کړي او وايي چې د دوی کار یوازې د امنیت باوري کول دي.

رانا ثنا الله د خپلې وینا پرمهال دا هم وویل چې په بلوچستان کې وسلوال له بسونو خلک کښته کوي او شناختي کارډونه یې ګوري او چې تعلق یې له پنجاب سره وي نو بیا یې وژني.

د نوموړي اشاره هغو بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو ته وه چې د پاکستاني ریاست پرضد جنګېږي. خو هغوی د بې ګناه خلکو وژل تل رد کړي دي.