د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په دریو جلا، جلا ټرافیکي پیښو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فيضي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه (د جنورۍ پر ۲۶مه) په صوابۍ کې له انبار انټرچېنج سره نېږدې د باران پر مهال د يو ټرېلر له دريو نورو ګاډو سره د جنګېدو په پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول.
نوموړي زياته کړه د پېښې ژوبل کسان د هغې ضلعې باچا خان روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.
اخوا د پاکستان ډان او جيو رسنيو د بلوچستان د چاغي د پوليسو له خولې ويلي چې د جنورۍ پر ۲۷مه په هغه ضلع کې د دوو ګاډو ترمينځ مخامخ ټکر کې اووه کسان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
پوليس وايي دا پېښه چې د تيزرفتارۍ له وجې شوې، پکې څلور ښځې، دوه ماشومان او يو سړی وژل شوي دي.
بلخوا د کراچۍ پوليسو ويلي دي چې نن (د جنورۍ پر ۲۷) د هغه ښار په شاهراه فيصل باندې دوه موټر سايکل چلوونکي وژل شوي دي. پوليسو زياته کړې ده چې د پېښې د څرنګوالې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
تر دې ۱۰ ورځې وړاندې، د جنورۍ پر ۱۷مه، په بلوچستان او پنجاب صوبو کې په دوو جلا، جلا ټرافیکی پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل شوي ول.
په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.
د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.
د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.