د پاکستان په سېنېټ کې د جنورۍ پر ۱۹مه د خیبر ضلعې په تيرا کې د پلان شویو پوځي عملیاتو په اړه بحث شوی دی.
د عوامي نېشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان پر مرکزي او صوبايي دواړو حکومتونو نیوکې کړې دي او له خیبره د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ سېنېټر نورالحق قادري بیا پر مرکزي حکومت تنقید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د پي ټي ای د واکمن حکومت اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وار وار ویلي چې دا عملیات پوځ په زور پر دوی تپلي او دوی یې هیڅ ملاتړ نه کوي.
خو اېمل ولي خان بیا د خیبر پښتونخوا پر حکومت له نیوکو کولو سره ویلي چې صوبايي حکومت د بې کوره شویو سمې مرستې نه کوي او د ده په وینا، "پر پوځي عملیاتو خاموشه دي."
خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپريدي د جنورۍ پر ۱۶مه د باړې په پیندي چینه کې د کډوالو د نومليکنې مرکز د دورې پر مهال وویل چې دی به "کله هم د پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړي."
پوځ لا تر اوسه د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."
دا په داسې حال کې ده چې پوځ د خیبر د تیرا میدان خلکو ته امر کړی چې د جنورۍ تر ۲۵مې خپلې سیمې خالي کړي.