پاکستان او ايران پر "دوامداره خبرو اترو او ښکېلتیا" ټینګار کړی دی

اسحاق ډار (ښي خوا ته) او عباس عراقچي (کيڼ اړخ ته) په اسلام اباد کې د ملاقات پر مهال - پخوانی انځور

د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ټېلېفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو مسایلو او د ایران پر روانو چارو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې دواړو مشرانو د جنورۍ پر ۱۲مه په ټېلېفوني خبرو کې پر "دوامداره خبرو اترو او ښکېلتیا" ټینګار کړی دی.

پاکستان وايي تهران او اسلام اباد له یو بل سره د نېږدې اړیکو په دوام "هم اهنګي" ښوولې ده.

پاکستان له ایران سره پر داسې مهال د اړیکو د پیاوړتیا خبره کړې ده چې تهران په کور ګې دننه له سترو مظاهرو سره لاس او ګرېوان دی.

په ایران هېواد کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.

د بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی دی چې د ايراني حکومت لخوا د لاریونونو په ځپلو کې له ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

ايران د مظاهرچيانو د ځپلو له امله له نړيوالو فشارونو سره هم مخامخ شوی دی. په ځانګړي ډول د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې که ایران مظاهرچیان ووژني، امریکا به يې سخت ووهي.