امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر دريمه پخلی وکړ چې پر وینزوویلا یې برید کړی او د هغه هیواد ولسمشر نیکولس مادورو یې نولی دی.
امریکايي ولسمشر دونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل اعلان وکړ چې د امریکا ځواکونو پر وينزوويلا برید کړی او د هغه هیواد ولسمشر یې نیولی دی.
ولسمشر ټرمپ په خپل بیان کې لیکلي، "امریکا په بریالیتوب پر وینزوویلا او د هغه هیواد د ولسمشر نیکولس مادورو پرضد پراخ پوځ برید کړی او هغه یې له خپلې مېرمنې سره نیولی دی."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې ولسمشر نیکولس مادورو یې له هغه هیواده اېستلی دی. د ټرمپ په وینا، "دا عملیات د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو په همکارۍ ترسره شول."
نوموړي په خپل دې لومړي بیان کې دا نه دي ویلي چې د وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن چېرې وړل شوي خو ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې په دې اړه به وروسته خبري غونډه وشي.
دا له هغه وروسته ده چې رويټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې خبر ورکړ چې د جنورۍ پر ۳مه سهار وختي د وينزوويلا د پلازمينې کاراکس په بېلا بېلو برخو کې درنې چاودنې اورېدل شوې او په فضا کې الوتکې لیدل شوې دي.
اژانس لیکي چې د ښار جنوبي برخه چې له یوې لویې پوځي اډې سره پر څنګ پرته ده، له برېښنا بې بې خې شوې ده.
د اژانس په ترلاسه کړو ویډیوګانو کې ښکاري چې په لرې واټن کې څو پرله پسې چاودنې شوي دي او له هغو سيمو لوګی پورته کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ایکس پاڼه په یو بیان کې تور پورې کړی چې نه نیکولس مادورو د وینزوویلا ولسمشر دی او نه هم د هغه حکومت قانوني جواز لري.
مارکو روبیو زیاته کړې, "مادرو د وینزوویلا ولسمشر نه دی او نه هم د هغه رژیم د وینزوویلا قانوني حکومت دی."
نوموړي نیکولس مادرو تورن کړی چې "هغه د یوې داسې ترهګرې ډلې مشر دی چې امریکا ته د نشي توکو په ترسیل تورن دی."
رویټرز اژانس لیکي، د وينزوويلا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ولسمشر په امر یې د جنورۍ پر دریمه په هېواد کې بېړني حالت اعلان کړی دی.
د هغه وزارت له خوا په یو بيان کې تور پورې شوی وو چې "دا د امريکا له لوري بې سارې جدي پوځي تېري دی."
په بيان کې زیاته شوې وه چې وينزوويلا د امریکا له خوا پر خپله خاوره او خلکو د ترسره شوې بې سارې جدي پوځي تېري په کلکه غندنه کوي او او نړیوالې ټولنې ته شکایت وړاندې کوي.
خو وروسته امریکايي ولسمشر په رسمي توګه پخلی وکړ چې پر وینزویلا برید دوی کړی او د هغه هیواد ولسمشر له یې خپلې مېرمنې سره یو ځای نیولی او له هیواده اېستلی دی.
خو ولسمشر ټرمپ پر ټروت پاڼه په ورکړي بیان کې دا نه دي ویلي چې د وینزوویلا ولسمشر نیکولس مادورو چېرې وړل شوی دی دی.
د وینزوویلا حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې ولسمشر نیکولس مادورو نیول شوی خو مرستیالې ولسمشرې ډیلسي رودریګز په یو ویډیويي وینا کې ویلي چې دا نه ده معلومه چې ولسمشر مادورو او د هغه مېرمنې چېرې دي.
امریکا له وینزوویلا سره د ترنګلو اړیکو اوږده سابقه لري. امریکا له کلونو راهیسې وینزوویلا او د دې هیواد حکومت له بشري حقونو په سرغړونو او د اپوزېشن په ځپلو تورن کړی دی.
امریکا د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د وینزوویلا د ولسمشر په توګه د نیکولس مادورو تر بیا ټاکل کېدو وروسته پر هغه هېواد بندیزونه زیات کړي وو.
پر وینزوویلا د امریکا برید ته نړیوال غبرګونونه
روسیې، ایران او کوبا د امریکا له خوا پر وینزوویلا برید او د هغه هیواد د ولسمشر نیول غندلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د درېیمې جنورۍ اقدام "د وینزوویلا پرضد وسلوال یرغل" بللی دی.
روسیې ویلي چې د امریکا د دې ګام لپاره هیڅ دلیل هم وزن نه لري. وینزوویلا په لاطیني امریکا کې د روسیې تر ټولو لوی اتحادي ګڼل کېږي.
د ایران پریس ټي وي د هغه هیواد د بهرنیو چارو له حوالې په یو بیان کې ویلي چې امریکا پر وینزوویلا په برید کولو سره د هغه هیواد له خپلواکۍ ، مځکنۍ بشپړتیا او د ملګرو ملتونو له قوانین سرغړونه کړې ده."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي, "پر یو خپلواک ریاست او د ملګرو ملتونو پر یو غړي د امریکايي پوځ تېری له سیمه ییز او نړیوال امنیته څرګنده سرغړونه ده."
د وینزوویلا مهم اتحادي ایران زیاته کړې چې د امریکا د دې کړنې پایلې به "پر ټول نړیوال نظام اغېز وکړي."
کوبا هم پر خپل کلک ملګري هیواد وینزوویلا د امریکا برید غندلی دی او پر نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې بې له ځنډه غبرګون وښيي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر کایا کالس بیا ویلي چې د نیکولس مادورو واکمنۍ قانوني جواز نه درلود او باید چې د هغه تر نیول کېدو وروسته سوله ییز بدلون رامنځ ته شي.
نوموړي ویلي چې په هر حالت کې باید نړیوال او د ملګرو ملتونو قوانین په پام کې ونیول شي او له زغمه کار واخیستل شي.