ملي جمهوري غورځنګ وايي د يو غړي پر کور یې له پوځي کاپټر ډرون برید شوی چې يوه ښځه یې وژلې

په شمالي وزیرستان کې يو پوځي د پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه

ملي جمهوري غورځنګ ادعا کړې چې د شمالي وزیرستان په شيوا کې یې د یو غړي پر کور له پوځي کوډ کاپټر ډرون څخه برید شوی دی.

د هغه ګوند مشر، مشر محسن داوړ د دیسمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه په هغه برید کې د کور یوه مېرمن وژل شوې او دوه تنه ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ د نېشنل سټوډنټس موومنټ د ډېر فعال غړي صمد وزیر پر کور دا بم له پوځي کوډ کاپټر ډرون څخه غورځول شوی دی. په هغه کې د ده تره او د هغه لور ټپي شوي خو د تره مېرمن یې پکې وژل شوې ده."

د پاکستان پوځ او د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. تر اوسه معلومه نه ده چې د کاپټر ډرون دا برید وسله والو او که امنيتي ځواکونو کړی دی. دواړه خواوې په ډرون پسې د چاوديدونکو موادو د تړلو په واسطه حملې کوي.

محسن داوړ وویل، امنیتي چارواکي په ظاهره وايي چې دوی داسې بریدونه پر وسلوالو کوي خو د ده په وینا، تل پکې ولسي خلک په نښه کېږي. هغه ادعا وکړه چې وسلوال په څرګنده پر سړکونو ګرځي خو امنیتي ادارې څه نه ورته وايي او د روانو شخړو زور له ولسي وګړو ووځي.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې دمخه، د پاکستان پوځ دا دريځ تکرار کړی چې کوښښ کوي د وسله والو پر ضد عملياتو کې ولسي وګړي زیانمن نه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي وګړو پر کورونو د ډرون يا هاوان بریدونه کېږي. د دیسمبر پر ۲۰مه، په جانيخېلو کې د ملي جمهوري غورځنګ د يو بل غړي پر کور د هاوان لګېدو له امله، د دريو ښځو په ګډون پینځه تنه ټپيان شوي دي. دا کور د عمران وزیر دی چې د ملي جمهوري غورځنګ يو سیاسي فعال دی.

نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د وسله والو او پوځ ترمنځ د نښتې په وخت یې پر کور ګولۍ لګېدلې چې پکې د هغه د کورنۍ ۳ ښځې او ۲ نارينه ژوبل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دا ګولۍ چا ویشتلې ده. نه پوځ او نه هم کومې وسله والې ډلې په اړه څه ويلي دي.

په شمالي وزیرستان کې د تېرو کلونو په څير په ۲۰۲۵ کال کې هم د ناامنۍ پېښو دوام درلود. هدفي وژنې، ډرون بریدونه، د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې او ځانمرګي حملې شوې دي.

د مشال راډيو ټولې کړې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دیسمبر تر ۲۸مې پورې په شمالي وزیرستان کې ۲۵ هدفي بریدونه شوي وو. د هغو ځينو حملو ذمه واري چا نه وه منلې او پولیسو یې راپورونه د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړي وو. خو د ځينو نورو بریدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه. پر دې سربېره، په ۲۰۲۵ کال کې په شمالي وزیرستان کې ۳ او بنو کې ۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي چې ګڼ خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.