د خیبر پښتونخوا د ټانک پولیس وايي، د ډېسېمبر پر ۲۶مه ناوخته د نامعلومو وسلوالو لخوا د فیډرل کانسټبلرۍ پر ګومل زام پوسته د ډرون برید په نتيجه کې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.
د ټانک ضلعې د پولیسو یو چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۷مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا برید تیره شپه یوه بجه شوی دی.
نوموړي وویل چې وژل شوی عسکر حوالدار اصف خان نومېږي خو د ژوبل شویو عسکرو په اړه یې بیا څه ونه ویل.
نه پولیسو په دې اړه څه ویلي چې دا ډرون برید کومې وسلوالې ډلې کړی او نه هم چا تر اوسه د دې برید ذمه واري منلې ده.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې پخلی نشي کولای چې وسلوال په سیمه کې د ډرون بریدونه کوي.
ټانک د خيبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې وسلوال پکې فعال دي او وخت ناوخته پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او حکومتي ځايونه په نښه کوي.
ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال د نجونو يو ښوونځی په بارودي موادو سره الوځولی وو.
د ټانک د پوليسو مشر شبير حسين شاه خبريالانو ته ویلي وو چې د چاودنې په نتيجه کې د سکول ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوې ده، خو چا ته ځاني زيان نه دی پکې اوښتی.
پوليس افسر زياته کړې وه چې سيمه يې کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پیل کړې دي. چا د هغې پېښې مسوليت نه وو منلی.
تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ز کال د مې پر اتمه ناڅرګنده وسلوالو د شمالي وزيرستان په شیوه سیمه کې د نجونو يو ابتدايي ښوونځی په چاودېدونکو توکو سره تباه کړی وو.
تر هغه وړاندې، د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۱مه نېټه هم وسلوالو د شمالي وزیرستان د میرلي په حسوخېل او مسکي سيمو کې د نجونو دوه سکولونه په بارودي موادو سره الوځولي ول.
وسلوالو د خيبر پښتونخوا د سوات او خيبر په ګډون په يوشمېر نورو قبايلي سيمو کې د نجونو ښوونځي وران کړي ول.
په وروستيو کې په شمالي وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسلوالو فعاليتونه زیات شوي دي. ځايي خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي.
د پاکستان پوځ ويلي چې د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي.