په منځنۍ کورمه کې د مسوزو قبیلې مشرانو پرېکړه کړې چې هیڅوک به هم د چارواکو په امر د پوځي عملیاتو لپاره سیمه نه پرېږدي.
دې مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۸مه په ډوګر کې د کړې غونډې پر مهال دا هم ویلي چې که چا سیمه پرېښوه نو هغوی به نه یوازې ۶۰ لاکه روپۍ جرمانه ورکوي بلکې کورونه به یې هم سوځول کېږي.
د مسوزو ځايي مشر ملک نور دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له سیمې وار له مخه وتلي خلک دې په یوه اوونۍ کې ستانه شي ګني بیا به نه په سیمه کې پرېښودل شي او نه به برخه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ کورمې د مسوزو، زهمشت او علي شیرزو پر سیمو له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې پوځي عملیات روان دي.
د مسوزو یو بل قبایلي مشر صدیق الرحمان وویل چې د پوځي عملیاتو مخالفت یې مخکې هم کړی او اوس یې هم کوي. د ده په وینا، د دې لپاره د پراخ احتجاج تیاري کوي.
ده وویل، په کورمه کې یې له مړو سره د پرلت وهلو په ګډون هر ډول احتجاج کړی خو د ده په وینا چا یې غږ نه دی اورېدلی.
ده زیاته کړه، "موږ ټول پر دې سلا شوي یو چې د کوزې کورمې، منځنۍ او برې کورمې ټول مشران به په پېښور کې را غونډېږو، د پوځي عملیاتو او د شعیه او سني ترمنځ نښتو پرضد به غږ پورته کوو."
نوموړي که څه هم وویل چې د ټولې کورمې مشران به په یوه خوله د امن غوښتنه کوي خو هغه دا ونه ویل چې دا غونډه به کله کېږي.
حکومتي او پوځي دریځ
د مسوزو قبیلې د دې پرېکړو په اړه د پوځ او حکومت له خوا تر اوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی. خو قبایلي مشرانو مشال راډیو ته ویلي چې دوی د توپ خانې استعمال بندولو، کورونه نه پرېښودلو او پرې کړل شوي سړک بیرته بحالولو غوښتنې د منځنۍ کورمې په غاښي کې موجودو امنیتی چارواکو ته وړاندې کړې دي.
د دوی په وینا، چارواکو په ځواب کې ورته ویلي چې عملیات به کیږي خو دومره ده چې له سیمې د وتلو موده تر ۱۵ ورځو غځولای خو د هغه لپاره به هم له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کوي.
دا تر اوسه نده معلومه چې ایا هغوی له خپلو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي او که نه او ایا خلکو ته د سیمې پرېښودلو لپاره ورکړل شوی وخت غځول شوی دی او که څنګه؟
وار له مخه وتلي خلک څه وايي؟
دا په داسې حال کې ده چې د کورمې د یو شمېر سیمو خلکو وار له مخه کډې کول پیل کړي هم دي. په مناتو کې میشت د لنډونکي اوسېدونکي افضل شاه مشال راډیو ته وویل چې نه یې غوښتل خپله سیمه پریږدي خو له دې ویرې وتلي چې پر کورونو به یې توغندي پرېوزي.
ده زیاته کړه چې که څه هم ماشومان او مېرمنې یې د خپلوانو کره سمبال کړي خو د ګڼو څارویو په ګډون یې هر څه هلته پاته دي.
په خيبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې د کورمې ضلعې مشر شيراز باچا د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، "په صدې کې د منتوال، وتيزو او داسې نورو سيمو له قبايلي مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته دوي دې ته رضا کړل شو چې تر پوځي عملياتو مخکې خپل کورونه پرېږدي."
نوموړی وايي کوم کډوال چې په بګن او تيندو کې جوړ حکومتي کېمپونو ته ورځي نو خوراکي او نورې مرستې به ورسره کېږي.
شيراز باچا زیاته کړه، "د دوی به بايومېټرک کېږي، د کورنۍ پر سر به ورسره د یو لاک ۱۸ زره روپیو مرسته کېږي او هم داسې به په کېمپ کې ورته د سهار ناشته، غرمې او ماښام ډوډۍ هم ورکوي."
خو له سنګړوبې، ګلشن او میداني علاقو وتلي د وزیر قبیلې د متاثرینو یو مشر شیخ حمد د ډېسېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې دوی کورونه پرېښي دي خو تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نده شوې.
خلکو ته د وتلو امر کله او ولې وشو؟
دا له هغه وروسته ده چې د منځنۍ کورمې د یوشمېر کلیو اوسېدونکو له چارواکو غوښتي وو چې د وسلوالو پرضد دې د عملیاتو پر مهال خلک نه بې کوره کوي.
د منتو اوسېدونکي غزني ګل د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته ویلي وو، موسم یخ دی او د سیمې زیاتره خلک بې وزله دي نو که چارواکي یې کورونو پرېښودو ته مجبور کړي نو ژوند یې اغېزمنېږي.
دا تر هغې وروسته ده چې امنیتي او انتظامي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه په سده کې د مسوزیو، زهمشت او علي شېرزیو له مشرانو سره ولیدل او ورته یې وویل چې د هغو سیمو په ۴۴ کلیو کې یې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې نو ځکه دې خلک په یوه ورځ کې کورونه پرېږدي.
تر هغې وروسته ډېریو وګړو لا هم کورونه نه دي پرېښي او وايي، په ژمي کې کډې نه باروي.
البته په منځنۍ کورمه کې داسې کلي شته چې ورڅخه ځینې خلکو په تېرو ورځو او د لیل ګډې، خټکه مېنې (مېله هم بلل کېږي)، کونډلي بابا او تاړي په نوم د څلورو کلیو اوسېدونکو د ډېسېمبر په پیل کې کډې کړې وې.
په منځنۍ کورمه کې امنیتي حالات
د منځني کورمې په کونډلي بابا او ورسره شاوخوا علاقو کې تر دې وړاندې هم د وسلوال طالبانو ضد پوځي عملیات شوي ول. پوځي چارواکو هغه مهال ویلي ول چې هدف یې له وسلوالو سیمه پاکول دي خو ځايي خلک وايي، عملیاتو ورته له زیان رسولو پرته بله ګټه نه ده رسولې ځکه چې وسلوال طالبان یو ځل بیا هلته ورغلي دي او پوځ هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
شاوخوا دوه لسیزې مخکې په منځنۍ کورمه کې د وسلوالو پاخه مرکزونه ول خو د ۲۰۱۰ز کال په پراخو پوځي عملياتو کې وسلوال له سیمې څخه وتښتېدل چې په نتیجه کې يې په سيمه کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی وو.
خو هلته په وروستیو کې يو ځل بیا وسلوال فعاله شوي دي او پر امنیتي ځواکونو يې يوشمېر بریدونه کړي دي. د دې ترڅنګ په سيمه کې د ولسي وګړو د وژلو او تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.