عورت فاونډېشن: خیبرپښتونخوا کې پر ښځو د تشدد په پېښو کې ۹۳ فېصده تورنو ته سزا نه ورکول کېږي

په پېښور کې پر ښځو د تشدد مخنيوي لپاره د شوې مظاهرې يوه برخه - انځور له ارشيفه

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې غیر دولتي سازمان، عورت فاونډيشن وايي چې په خېبر پښتونخوا کې هره ورځ د ښځو پر ضد د تشدد نيږدې ۸ پېښې پوليسو ته رپورټ کېږي.

عورت فاونډیشن په خېبر پښتونخوا کې د ښځو پر ضد د تشدد د پېښو په اړه کلنی راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د اکتوبر تر ۳۱مې پورې، له پولیسو سره پر ښځو د تشدد ۲۳۳۳ مقدمې درج شوې دي. په راپرو کې راغلي چې په هغوی کې یوازې ۱۸۶ رسنيوو کې خپرې شوې دي. راپور زیاتوي چې پر ښځو د تشدد په مقدمو کې يوازې ۷ فيصده تورنو کسانو ته سزاوې کېږي.

د عورت فاونډېشن غړې، صايمه منیر د دیسمبر پر ۲۰مه، مشال راډيو ته وويل چې له دې معلومېږي چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی له پامه غورځول کېږي. هغې زیاته کړه چې له پولیسو سره په راپور شويو کېسونو کې د کورني تشدد، د غيرت په نامه وژنو، جنسي ځورونو او ډله یيز جنسي تېري پېښي شاملې دي.

نوموړې زیاته کړه چې اکثره ښځې د ټولنې د فشار، د نارينوو د ډير واک اختيار او ځينو نورو ستونزو له وجې د ځورونو د پېښو په اړه خاموشه پاتېږي: "د ښځو په کیسونو کې د شواهدو لويه ستونزه وي. خلک ګواهي ورکولو ته نه رامخې ته کېږي. بل مشکل دا هم دی چې ډېرو ښځو ته د قوانينو پوره معلومات نشته. که څوک په خپل قانوني حق خبر هم وي، هغه یې د ټولنیزو رواجونو له امله نه راپور کوي. پر ښځو د ټولنې فشار هم ډېر وي چې بايد د هغوی سره شوی زیاتی راپور نه کړي. يوه بله مهمه مسله دا ده چې ځينې ښځې وايي سړي ډير طاقتور دي نو که مېرمنې کومه پېښه راپور هم کړي، څه ګټه یې نشته."

د پاکستان بشري حقونو وزارت د نومبر پر اوومه، قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړي يو راپور کې ويلي چې په پاکستان کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې له ۷۵۰۰ څخه زیاتې ښځې وژل شوي دي. پر دې سربیره، څه کم لس زره ښځې د کورني تشدد ښکار شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د ښځو په وړاندې د تشدد ډېرې پېښې په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې ثبت شوې دي.

د ښځو د حقونو مبارزه او د خيبرپښتونخوا پخوانۍ صوبايي محتسبې، رخشنده ناز د دیسمبر پر ۲۰مه، مشال راډيو ته وويل چې پر ښځو تشدد کې ککړو کسانو ته سزا نه کېدو وجوهات، په ښځو او پوليس افسرانو کې د قوانينو په اړه لږ پوهاوی، د شواهدو کمی، او ټولنيز خنډونه دي.

په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې پر دې قوانينو عمل نه کېږي.