د خیبر پښتونخوا په بنو کې امنیتي چارواکو دعوه کړې چې د وسله والو د يو قومندان په ګډون یې ۵ وسلوال وژلي دي.
په بنو کې د پولیسو د احمدزی سب ډوېژن تاڼې چارواکو د دیسمبر پر ۲۱مه رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې تېره شپه د استخباراتي معلوماتو پر اساس تشویو عملیاتو کې یې ۵ وسلوال وژلي دي. پولیسو دعوه کړې چې په وژل شویو کې د کمانډر حاضر په نوم د وسلوالو یو قومندان هم دی. خو په بیان کې دا نه دي راغلي چې دا وسلوال د کومې ډلې وو او نه یې د وژل شوو مړي رسنیو یا خپلوانو ته ښوولي دي.
مشال رېډیو د دې دعوې تصدیق نه شي کولای او نه هم تر اوسه د دې پېښې په اړه کومې وسلوالې ډلې څه ویلي دي.
بل پلو په جانیخېلو کې د ځايي خلکو په وینا، د دیسمبر ۲۰مې په شپه هلته پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې د دريو ښځو په ګډون پینځه تنه ټپيان شوي دي. دا کور د عمران وزیر دی چې د ملي جمهوري غورځنګ يو سیاسي فعال دی. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د وسله والو او پوځ ترمنځ د نښتې په وخت یې پر کور ګولۍ لګېدلې چې پکې د هغه د کورنۍ ۳ ښځې او ۲ نارينه ژوبل شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دا ګولۍ چا ویشتلې ده. نه پوځ او نه هم کومې وسله والې ډلې په اړه څه ويلي دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي. د دیسمبر پر ۱۳مه د بنو په مامندخېلو (مهمندخېلو) کې پر یو دوکان د پوځ په ډرون برید کې د یوې وسلوالې ډلې قومندان او درې ماشومان ووژل شول.
د هغو ضلعو اوسېدونکي اکثر د حملو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي. خو پوځ ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي. پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.