د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د افغانستان د طالبانو د سفارت مرستیال علی منصور خالقیار احضار کړی او په وزیرستان کې یې پر پاکستاني پوځیانو د حملې له کبله خپل احتجاج ورسپارلی دی.
یاد وزارت تېره شپه (د ډېسېمبر پر ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي کیمپ ځانمرګي برید او نښته کې ۵ مشکوک وسلوال وژل شوي او ۴ سرتېري ژوبل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې برید له کبله د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی او سخت احتجاج یې ورسپارلی دی. پاکستان پر طالبانو تور ولګاوه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پي) وسله والو ته اجازه ورکوي چې له افغان خاورې څخه په ازاده توګه فعالیت وکړي او د پاکستان دننه خونړي بریدونه ترسره کړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دغه تورونه رد کړې او ویلې یې دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
پاکستاني چارواکو دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې دا حمله د ټي ټي پي د ګل بهادر ډلې د وسله والو له خوا شوې ده. د پاکستان په وینا، دا پېښه یو ځل بیا د دې څرګندونه کوي چې افغانستان د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
خو په شمالي وزیرستان کې د ډېسېمبر د ۱۹مې ځانمرګې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی قبول کړی.
تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۴مه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تور پورې کړی وو چې "د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ دوام د سیمې د امنیت لپاره له جدي ننګونه ده."
نوموړي په تهران کې "د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې" پر مهال ویلي وو چې یوازې هغه افغانستان به د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو باور ترلاسه کړي چې "د ترهګرو پټنځای نه وي."
هلته د ډېسېمبر پر ۱۰مه په کابل کې د طالبانو د حکومت د عالمانو شورا په یوه غونډه کې ویلي وو "هېڅ افغان" له هېواده بهر په پوځي یا وسلوالو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د تګ اجازه نه لري.
په کابل کې سلګونه دیني عالمانو له غونډې وروسته په یو پرېکړه لیک کې ویلي وو چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزداه "هېڅ افغان ته اجازه نه ده" ورکړې چې "بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ولاړ شي، نو که څوک تخلف کوي، دا تګ یې جایز نه دی."
پاکستان هغه مهال د عالمانو د شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی وو خو ویلي یې ول چې دا ډول ژمنې پخوا هم شوې دي خو عملي شوې نه دي.
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه. تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت او د ولسي وګړو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوې.
له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو څو ځلې مذاکرات وکړل چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.