د خيبر پښتونخوا د بنو امنيتي چارواکي وايي چې د مهمند خېلو په سیمه کې د پوځ په ډرون برید کې د یوې وسلوالې ډلې قومندان او درې ماشومان وژل شوي دي.
استخباراتي چارواکیو چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د حافظ ګل بهادر ډلې وسلوال يو دوکان ته ورغلي ول چې پوځ ورباندې ډرون برید وکړ.
د دوی به خبره، په حمله کې يو وسلوال کمانډر ووژل شو او بل زخمي شو، خو ورسره په دوکان کې موجود درې ماشومان وژل شوي او يو زخمي شوی دی.
دا هم وګورئ:
شمالي وزیرستان: مدرسه کې د ډرون پېښې ۲ ماشومان وژلي، ۱۴ یې ژوبل کړي ديباجوړ کې جرګې پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د وسلوالو پر فعالیتونو دې سترګې نه پټويد خیبر پښتونخوا حکومت د باړې ډرون برید ژوبلو ته معاوضه اعلان کړهد امنیتي چارواکو د قومندان دوژلو او د بل وسلوال د زخمي کولو د دعوې په اړه حافظ ګل بهادر ډلې لا څه نه دې ويلي او نه هم خپلواکو سرچينو د دې دعوې تصدیق کړی دی.
د سیمې خلک وايي چې په تېرو څو میاشتو کې هلته ډرون بریدونه زیات شوي دي چې پکې یوشمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي. په همدې حال کې پوځ او پولیس وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي او ځايي خلک د اکثرو حملو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي. پوځ البته ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.