سهېل اپرېدی: خیبر پښتونخوا "لېبارټري نه ده" چې هر څوک پکې نوې "تجربې" کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان خوشې کولو لپاره د پیل کړي غورځنګ په لومړۍ جلسه کې له ریاسته غوښتنه کړې چې نه یوازې هغه بلکې ټول سیاسي بندیان دې ژر تر ژره خوشې کړي. د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې شوې جلسې په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا له حالاتو سره تړلي یوشمېر قراردادونه وړاندې او منظور کړل. د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي جلسې ته په وینا کې وویل، خیبر پښتونخوا "لېبارټري نه ده" چې پکې به ازموینې کېږي، بلکې د چارو لپاره یې باید یوه منظمه تګلاره جوړه شي. جلسې له افغانستان سره د لارو خلاصولو غوښتنه هم وکړه. غونډې ته د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ مشران هم ورغلي ول. ویناوالو یو ځل بیا تور پورې کړ چې پوځ دې د ملک په سیاست کې له لاسوهنې ډډه وکړي. دوی د پوځ د ویاند وروستۍ دعوه چې ګواکې عمران خان د پاکستان "ملي امنیت ته خطر،" ګرځېدلی، وغندله او رد یې کړه. د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په خبري غونډه کې ویلي ول چې خان د پوځ ضد بیانیه جوړه او خپره کړې چې ملي امنیت ته ګواښ ګرځېدلې. نوموړي په خپلو خبرو کې دا ټینګار هم کړی وو چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.