د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرايلي وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو ته خبرداری ورکړی دی چې امریکا به د ایران په وړاندې د اسراییل په هيڅ ځوابي برید کې برخه وانخلي.
د چارواکو په وینا د اسراییلو په خاوره کې د ايران لخوا د پیلوټه الوتکو او توغندیو له ډله ییز بریده وروسته پر ايران ځوابي برید هم د نېتنیاهو د جنګي کابینې يو ممکنه انتخاب دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران له خوا پر اسراییلو د برید په غبرګون کې د اپریل پر ۱۴مه رابلل شوې د امنيت شورا غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش وویل چې دا مهال منځنی ختيځ له نازک حالت سره مخامخ دی.
په عین حال کې د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې (جي - ۷) مشرانو هم د اپرېل پر ۱۴مه پر اسراییلو د ایران د ډرونونو او توغندیو تر حملې وروسته په منځني ختیځ کې پر وضعیت خبرې کړې دي.
دا هم وګورئ: امریکا وایي ایران پر اسراییل تر برید مخکې او وروسته ورسره په اړیکه کې وود ملګرو ملتونو په ګډون ډېریو هېوادونو پر اسراییلو د ایران پراخه او بېساری برید غندلی دی او پاکستان ویلي دي چې په منځني ختیځ کې روان وضعیت اندېښمن کړی دی.
دا تر هغې وروسته ده ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه کړي دي.
هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.
د برید پر مهال د بیت المقدس په اسمان کې لویې چاودنې وشوې او د رڼا څراغونه لیدل کېدل.
اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی دی.
اسراییلو ویلي دي چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران وايي چې بریدونه یې بریالي ول.
اسراییلو ویلي دي چې ایران له ۲۰۰ څخه د زیاتو بې پیلوټه الوتکو او توغندو، چې پکې څه باندې ۱۰ کروز میزایلونه هم شامل ول، حمله کړې ده.
تر حملې لږ ساعت وروسته د اسراییلي وزیراعظم دفتر پر اېکس پاڼه په بیان کې وویل چې بنیامین نتنیاهو "په تل ابیب کې له جنګي کابینې سره" غونډه کړې ده.
د وزیراعظم دفتر وروسته په بل بیان کې وویل چې نتنیاهو د "امنیتي کابینې او جنګي کابینې" تر غونډې وروسته له امریکايي ولسمشر جو بایډن سره ټېلېفوني خبرې وکړې.
Prime Minister Benjamin Netanyahu is currently speaking with US President Joe Biden, following the deliberations of the Security Cabinet and the War Cabinet. pic.twitter.com/v2oJqMSky4
— Prime Minister of Israel (@IsraeliPM) April 14, 2024
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر ګېلاد اېردان پر اېکس په بیان کې د ایران حمله، "نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ" بللی دی.
د ایران پوځ دعوه کړې ده چې په بریدونو کې یې "ټول اهدف ترلاسه کړي دي" او په بریا یې سرته رسولي دي.
د ایران د پوځ مشر برید جنرال محمد باقري پر دولتي ټېلېوېژن په وینا کې اسراییلو ته خبرداری ورکړی دی چې ځواب دې نه ورکوي که نه نو د تهران "غبرګون به د نننۍ شپې له پوځي اقدام خورا لوی وي."
ده دا هم وویل چې که واشنګټن په هر ډول ځواب کې د اسراییلو مرسته وکړه نو امریکايي ګټې به په نخښه کړي.
باقري البته زیاته کړه چې "عملیات یې پای ته رسېدلي" او تهران "یې د جاري ساتلو هېڅ نیت نه لري."
ايران دا بريدونه تر هغې څو ساعتونه وروسته کړي چې د هرمز په تنګي کې يې له اسراییلو سره تړلې يوه کښتۍ ونیوله.
د تهران دې اقداماتو په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې وېره پیدا کړې ده.
امریکایي او برېتانویو رسنیو راپور ورکړی چې هغو هېوادونو د اسراییلو پر لوري روانې ځینې بې پیلوټه الوتکې او توغندي د عراق او شام په سرحدي سیمه کې وويشتل.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اسراييلو د پوځ ویاند دانيیل هاګاري د اپرېل پر ۱۴مه سهار وختي وویل، "د ايران حمله ناکامه شوې ده."
هغه ویلي چې د "۹۹ فیصده" توغنديو او بې پیلوټه الوتکو مخه يې نيولې ده چې دا یې "ډېره مهمه ستراتیژیکه بریا ده."
نوموړي داراز ویلي دي چې امریکا او فرانسې یې د بریدونو پر وړاندې په دفاع کې د اسراییلو مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام (سوریې) په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبیینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.
ایران تر هغې وروسته د غچ اخیستو ګواښ وکړ خو اسراییلو د برید په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې وه.
دا برید په داسې حال کې شوی دی چې د غزې په تړانګه کې د جګړې د دوام او په شام کې د برید په اړه د ایران او لویدیځ ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.