د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ایران ته په منځني ختیځ کې د حملو نه کولو خبرداری ورکړی دی


د اپرېل پر لومړۍ په دمشق کې کارکوونکي پر ایرانۍ قونسلګرۍ تر برید وروسته اور وژني.
د اپرېل پر لومړۍ په دمشق کې کارکوونکي پر ایرانۍ قونسلګرۍ تر برید وروسته اور وژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ایرانه یې غوښتنه نه ده کړې بلکې ورته یې خبرداری ورکړی دی چې په منځني ختیځ کې امریکايي سرتېري او مرکزونه په نخښه نه کړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، د اپرېل پر شپږمه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ته په استولي لیکلي پیغام کې کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د ایراني ولسمشر د دفتر مرستیال محمد جمشېدي د اپرېل پر پینځمه ویلي ول چې تهران امریکا ته په لیکلې بڼه پیغام ورکړی دی چې له اسراییله دې لیرې پاتې شي که نه نو د زیان د ورسېدو خطر دې په غاړه واخلي.

د جمشېدي په وینا، امریکا په غبرګون کې له ایرانه غوښتي چې امریکايي تاسیسات په نښه نه کړي.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمشېدي دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې تهران ته یې خبرداری ورکړی دی چې پر امریکايي وګړو او تاسیساتو دې د برید لپاره په سوریه یا شام کې وروستی برید نه پلمه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د هغه مبیینه اسراییلي هوايي برید د ځواب ورکولو پلان جوړوي چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام په مرکز دمشق کې شوی وو. پر ایرانۍ قونسلګرۍ د توغندیو په حمله کې د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک اووه لوړپوړي چارواکي وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG