امریکا وایي ایران پر اسراییل تر برید مخکې او وروسته ورسره په اړیکه کې وو

د اسراییل په شمال کې د ایران له خوا ویشتل شوی توغوندی د هدف پر لور روان دی ـ د اپرېل ۱۴مې انځور.

د امریکايي ولسمشر جوبايډن د انتظاميې يوه چارواکي ويلي چې پر اسراييل د ايران د توغنديو او ډرونونو تر حملو وړاندې او وروسته امريکا د سوېس منځګړيو له لارې له تهران سره په رابطه کې وه.

د رويټرز اژانس د خبر له مخې، دې امريکايی چارواکي د رابطو په اړه له نورو معلوماتو ورکولو انکار وکړ خو دومره يې وویل چې واشنګټن د سوېس مینځګړيو له لارې له ايران سره يو شمېر نېغ په نېغه رابطې لرلې.

هغه دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هغې خبرې په اړه د پوښتنې په ځواب کې کړې دي چې ويلي یې ول، تهران ۷۲ ساعته وړاندې د حملې په اړه سيمه ییز هېوادونه خبر کړي ول.

خو دې امريکايی چارواکي وويل چې دا خبره رښتیا نه ده او دوی ته داسې خبرتیا نه وه ورکړل شوې.

دا هم وګورئ: د ۷ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو مشران پر اسراییلو د ایران برید په اړه بحث کوي

ايران د اپريل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييل تر ۳۰۰ زیاتو ډرونونو او توغنديو حملې کړې وې چې پکې د اسرايلي چارواکيو په وينا، د ۹۹ فيصده مخه يې نيولې وه.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی دی.

اسراییلو ویلي دي چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران وايي چې بریدونه یې بریالي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایا پر اسراییلو د ایران حمله په پراخه جګړه اوښتای شي؟

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام (سوریې) په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبیینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ایران تر هغې وروسته د غچ اخیستو ګواښ وکړ خو اسراییلو د برید په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې وه.

دا برید په داسې حال کې شوی دی چې د غزې په تړانګه کې د جګړې د دوام او په شام کې د برید په اړه د ایران او لویدیځ ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

ایران خپل برید ته د اسرايیلو پر وړاندې د "صادقانه ځواب" عملیاتو نوم ورکړی او "په دمشق کې یې د ډېپلوماټیکو ځایونو پر وړاندې د اسراييلو د تېري ځواب بولي."