پاکستان کې کلونه وروسته پر يوه ورځ اختر لمانځل شوی دی

په پاکستان کې یوه نجلۍ د اپرېل پر ۱۰مه د اختر پر لومړۍ ورځ دوعا کوي.

د اپرېل پر ۱۰مه د پاکستان، افغانستان او سعودي عرب په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه.

د پاکستان په ټولو ښارونو کې د اپرېل ۱۰مې پر سهار د اختر لمونځ وشو او خلکو يو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې.

په پاکستان کې د وړوکي اختر د مياشتې ليدو اعلان د هغه هېواد د رویت هلال مرکزي سرکاري کمېټۍ مشر سيد محمد عبدالخبير ازاد د اپرېل پر نهمه تر روژه مات وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړ.

نوموړي زياته کړه چې له خيبر پښتونخوا، سيند او پنجاب صوبو څخه يې د مياشتې ليدو لسګونه شهادتونه تر لاسه کړي دي او دا ډول به په هغه هېواد کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شوال مياشتې لومړۍ ورځ د اپرېل پر ۱۰مه وي.

دا هم وګورئ:

په لاهور او کراچۍ کې مذهبي لږکیان مسلمانانو ته روژه ماتی برابرويخوست کې زرګونو کسانو د "یووالي روژه ماتی" کړی دینرښځیان وایي په روژه او اختر کې ورته خپل کور ډېر یادېږيپاکستان کې سږني اختر په سر ناندرۍ مخې ته راغلي

د شوال پر لومړۍ په ټولې اسلامي نړۍ کې مسلمانان کوچنی اختر يا عيد الفطر لمانځي.

د اپرېل پر ۱۰مه په ګڼو اسلامي هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې مسلمانان پکې مېشت دي، وړوکی اختر لمانځل کېږي، خو په هند او بنګلادېش کې د اختر مياشت نه ده لیدل شوې، نو هغوی به د اپریل پر ۱۱مه اختر لمانځي.

په کوټه کې ګڼو خلکو د اپرېل پر ۱۰مه د کوچني اختر لمونځ وکړ.

په پاکستان کې اکثر د روژې او اختر د مياشتو لیدو پر سر اختلافات وي چې له کبله يې په هغه هېواد کې روژه او اختر پر بېلابېلو ورځو کېږي.

هلته په عمومي ډول د مياشتې ليدلو سرکاري کمېټۍ د مياشتې ليدو لپاره ناستو غير سرکاري کمېټيو پرېکړې نه مني او روژه او اختر تر خپل اعلان وروسته کوي.

له هم دې امله، په تېرو وختونو کې به د خيبر پښتونخوا په زياتره برخو کې روژه او اختر پر يوه ورځ او د پاکستان په نورو برخو کې به په بله ورځ وو.

خو سږ کال تر اوږدې مودې وروسته کوچنی اختر په ټول هېواد کې پر یوه ورځ لمانځل کېږي.