د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سږني اختر په سر ناندرۍ مخې ته راغلي


په پاکستان کې سږ کال وړوکی اختر د نورو اسلامي هیوادونو سره په یوه ورځ وشو.
په پاکستان کې سږ کال وړوکی اختر د نورو اسلامي هیوادونو سره په یوه ورځ وشو.

په پاکستان کې سږ کال وړوکی اختر د نورو اسلامي هیوادونو سره په یوه ورځ وشو خو له دې وجې په ملک کې د چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات مخې ته راغلي دي.

د رویت هلال کمېټۍ پخواني مشر مفتي منیب الرحمان د مې پر ۱۳مه په کراچۍ کې د اختر د لمانځه د خطبې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې یوه قضايي روژه دې ونیسي ځکه چې د هغه په وینا د رویت هلال کمېټۍ پرېکړه ناسمه وه او هغوی یوه ورځ وړاندې اختر کړی دی.

خو د پاکستان د ساينس او ټېکنالوژۍ وفاقي وزير وايي چې د رويت هلال کمېټۍ پخواني مشر مفتي منيب الرحمان لخوا د اختر لانجمن کولو بيان د غندنې وړ دی.

شبلي فراز د مې پر۱۳مه په ټوېټر يو بيان کې ويلي دي چې د وړوکي اختر کولو په اړه د رويت هلال کمېټۍ پرېکړه د شرعي اصولو مطابق وه.

د مفتي منیب الرحمان له بیانه وروسته د مذهبي هم اهنګۍ په چارو کې د پاکستاني وزير اعظم ځانګړي استازي حافظ طاهر اشرفي د نوې سپوږمۍ يو عکس په خپرولو سره وويل چې د رویت هلال کمېټۍ پریکړه سمه وه او د قضا روژې نيولو هېڅ ضرورت نشته.

په اسلام اباد کې د رویت هلال یا د میاشتې د لیدو لپاره د ټاکلې شوې کمېټې غړو د سپوږمۍ د لیدو لپاره د مې پر ۱۲مه غونډه وکړه. د مرکزي رویت هلال کمېټۍ له غونډې وروسته د دغې کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد د اختر د ورځې اعلان وکړ:

"د رایو په اتفاق سره مو پرېکړه وکړه چې د ۱۴۴۲ هجري کال د شوال د میاشتې لومړۍ نېټه د مې د ۱۳مې او د پنجشنبې ورځې سره سمون خوري. د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې کمکی اختر مبارک وي."

نوموړي وویل چې په چمن، کلاسیف الله، پسني، پېښور او سېند صوبې نه یې د سپوږمۍ د لیدو شهادتونه ترلاسه کړي دي.

تر دې اعلانه څو ساعته مخکې پېښور کې د تاریخي قاسم علي خان جومات نه هم اعلان شوی و چې د مې پر ۱۳مه به اختر وي.

هلته د شمالي وزیرستان په ځینو برخو کې خلکو د مې پر ۱۲مه وروسته له هغې د اختر لمونځونه وکړل چې ځايي جوماتونو نه اعلان وشو چې د ګڼو شواهدو له مخې د اختر میاشت لیدل شوې ده.

د مې پر ۱۲مه د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د رویت هلال کمېټۍ له غونډې مخکې په یو بیان کې ویلي وو، په هغه ورځ په پاکستان کې د سپوږمۍ د لیدو هېڅ امکان نشته ځکه چې د سپوږمۍ عمر به ۱۳ ساعته او ۴۲ منټه وي.

نوموړي ویلي وو که څوک د افغانستان یا سعودي عرب سره اختر کول غواړي هغه نو بیا بېله خبره ده.

بل پلو عام ولس خوشاله دی چې سږ کال د هغوی اختر هم د نړۍ د نورو سیمو د مسلمانانو سره په یوه ورځ وشو.

XS
SM
MD
LG