له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي کډوال له ستونزو سره مخامخ دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان له پلازمېنې سره نېږدې په یو کیمپ کې شاوخوا ۸۰ کورنۍ مېشتې دي چې په وروستیو کې له پاکستانه ستنې شوې وې. پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له پیل راهیسې د بې اسناده بهرنیانو، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د ایستلو عمل پیل کړ. زیاتره افغانان خپل هېواد ته پر ستنېدو سربېره هلته د بېکورۍ ژوند تېرولو ته اړ دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.