د القاعده ډلې د یمنۍ څانګې مشر خالد باطرفي وژل شوی دی

خالد باطرفي په یمن کې د القاعدې شبکې مشر وو - پخوانی انځور.

القاعده شبکې ویلي دي چې په یمن کې یې مشر وژل شوی دی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

هغې وسلوالې ډلې د مارچ پر ۱۰مه په خپره کړی ويډيو کې د خالد الباطرفي مړی د خپل بیرغ په کفن په پوښلي حالت کې ښوولی دی.

د امریکا حکومت په عرب ټاپووزمه کې د القاعدې د هغه مشر په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د پینځه مېليونه ډالرو انعام اېښی وو.

نوموړی په زندان کې وو خو له زندانه تر تښتېدو وروسته يې د يمن په کورنۍ جګړه کې د وسلوالې ډلې مشري کوله.

اسامه بن لادن او د هغه ځینو نورو ملګرو په ۱۹۸۰ز لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د جګړې لپاره القاعده شبکه جوړه کړې وه.

د هغې ډلې موخه د اسلامي دولتونو جوړول دي او په امریکا کې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په خونړیو بریدونو تورنه ده.

امریکايي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې وواژه خو بیا یې هم په ټوله نړۍ کې د بېلا بېلو پلویانو له لارې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

د القاعده یمن څانګه تر ټولو خطرناکه بلل کېږي چې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته هم فعاله ده.

امریکا د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۳۱مه په کابل کې تر بن لادن وروسته د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژنې خبر ورکړی وو.

د طالبانو حکومت هغه مهال په افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې هغه برید غندلی خو ویلي یې ول چې له هغه ځایه یې د هېچا مړی نه وو ترلاسه کړی او دا چې په دې اړه یې پلټنې دوام لري.