اسد داوړ: د ولس د رايو حق غوښتنې په غبرګون کې ډزې راباندې وشوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملي جمهوري غورځنګ د شمالي وزيرستان مشر اسد داوړ وايي چې هغوی د ولس د رايو د حق غوښتنې لپاره احتجاج کاوه چې مخامخ ډزې ورباندې وشوې. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۰مه په ميرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته د ډزو په نتيجه کې د هغوی د ګوند د مشر محسن داوړ په ګډون اووه تنه ژوبل شوي او دوه وژل شوي ول. د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ په مشرۍ د هغه د ګوند يوشمېر غړي هغه مهال په ډزو ژوبل شول چې د فبرورۍ اتمې د انتخاباتو د نتيجو د ځنډ پر ضد يې احتجاجي مظاهره کوله. اسد داوړ وويل چې حکومتي سرتېرو ډزې ورباندې کړي دي، خو د شمالي وزيرستان د ضلعي انتظاميې او امنيتي ځواکونو له خوا لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويل شوي. د اسد داوړ مرکه: