په پېښور کې خلک خپلې رایې کاروي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې هم د فبرورۍ په اتمه خلکو د خپلو رایو د استعمالولو لپاره د رایو د مرکزونو ته مخه وکړه. که څه هم په سهار کې د خلکو شمېر کم وو خو بیا وروسته ډېر شو. د بېلابېلو ګوندونو پلویان خپلو نوماندانو ته رایې ورکوي. د پېښور خلک وايي، د راتلونکو نسلونو د سباوون لپاره اړینه ده چې دوی نن خپلې رایې وکاروي. تر دې مهاله د پېښور د کوم مرکز نه د بدامنۍ د کومې پېښې راپور نه دی ترلاسه شوی. نور حال په دې ویډيويي راپور کې وګورئ: